شاته

د امریکې د کانګرس کمېټۍ چین سره د مقابلې په اړه تحقیقات شورو کړل

د امریکي د قانون سازانو یوې ډلې چین سره د سټرېټيجېک مقابلې په لړ کې په پراخه کچه تحقیقات شروع کړل چې دوه کاله به دوام لري.

د کانګرس کمېټۍ د نهې، سه شنبې، په ماسخوتن لومړۍ اورېدنه وکړه. چین د انساني حقونو فعالانو او د امریکې د قومي سلامتیا پخوانیو مشیرانو کمېټۍ ته بیانونه ورکړل.

امریکايي کمېټۍ چین سره د سیالۍ په غرض خپل کار په داسې حال کې شروع کړو چې دوه هفتې مخکې امریکي د چین د څارنې یوه پوکاڼۍ د ساوت کېرولاینا ریاست د ساحل سره نژدې راوغورځوله.

چین سره مقابلې په اړه د کانګرس د ۲۴ غړو کمېټۍ هاوس سلېکټ کمېټي ان سټرېټيجېک کمپېټېشن ود چاینا مشر او په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې د ریپبلېکن پارټۍ غړې مایک ګېلېګر وویل په یوېشتمه پېړۍ کې به ژوند څنګه وي دا د بقا کوښښ دی او دا چې تر ټولو بنیادي ازادۍ د خطر سره مخامخ دي.

هغه وویل د چین کميونسټ پارټۍ نظر د دنیا په مستقبل نظر ساتلی دی، یوه داسې دنیا چې خودسره مشران يې د ټېکنالوجۍ په مرسته د ریاست څارنه کوي او د انسانانو حقونو د حکمرانانو په رحم او کرم وي.

په هاوس کې د ډېموکرېټک پارټۍ غړې او د چین په اړه د کمېټۍ رکن راجا کرشنامورتي غوښتنه وکړه چې د چین به اړه ريپبلېکن او ډېموکرېټک پارټي په همکارۍ کار وکړي.

د چین د خارجه وزارت ترجمانې ماو نينګ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکايي کانګرس د کمېټۍ مخالفت وکړو او ويې وېل امریکا باید د سوړ جنګ بې فایدې ذهنیت وغورځوي
د چین د خارجه وزارت ترجمانې ماو نينګ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکايي کانګرس د کمېټۍ مخالفت وکړو او ويې وېل امریکا باید د سوړ جنګ بې فایدې ذهنیت وغورځوي

کرشنا مورتي وویل د چین واک کمیونسټ ګوند د په کانګرس کې نفاق غواړي خو هغه زیاته کړه د امریکې په نظام کې د نظريې فرق خرابی نه بلکې طاقت او د اینده تعین کوي.

د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت کې د امنیت مشیرانو د کانګرس کمېټۍ ته وویل پکار ده چې امریکا د چین په مقابل کې خپلې کمزورۍ پوره کړي.

د امریکې د قومي سلامتیا پخوانې مشیر اېچ ار مېک ماسټر وویل امریکې او د ازادې دنیا نورو ملکونو د خپلې برترۍ ټولې فایدې چین ته د سرماې او ټېکنالوجۍ د منتقلولو دلارې دلاسه ورکړل.

د امریکې صدر جوبایډن ویلي امریکا د چین سره په مقابله کې ده خو په ټکر کې نه ده. خو عیني شاهدینو د کانګرس کمېټۍ ته مختلفه خبره وکړه.

د امریکې د قومي سلامتیا پخواني نایب مشیر مېتیو پاټنجر وویل د چین د ارادو په اړه د بې وقوفۍ نه کار نه دي اخیستل پکار.

د وي او ای رپورټ وايي د چین په اړه د کانګرس کمېټي به د امنیت د خطراتو په اړه نوي تناظرونه وړاندې کوي.

د کانګرس غړي ډېن نیوهاوس وي او ای ته وویل هغه تشویش لري چې چین د امریکې په زرعۍ علاقو کې ځمکې اخلي. هغه زیاته کړه چې ددې په نتیجه کې د خوراک امنیت د خطر سره مخامخ کېږي.

د وي او ای رپورټ وايي که څه هم د کمېټۍ په اورونه کې زیاته توجه د امنیت په اړه په تشویش وه خو توقع ده چې کمېټي به په پراخه کچه مسلو ته کتنه کوي چې پکې اقتصاد، زراعت او د کوېډ شروعات هم شامل دي

چین د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکايي کمېټۍ مخالفت وکړو او ويې وېل امریکا باید د سوړ جنګ بې فایدې ذهنیت وغورځوي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه په بيجېنګ کې د چین د خارجه وزارت ترجمانې ماو نينګ وویل د کانګرس کمېټۍ د پکار ده چې چین او د امریکې او چین تعلقاتو ته په غیر جانبدارانه او منتقي رڼا کې وګوري.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې کېترین جیبسن او د ای پي د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00