شاته

د صوابۍ د ښځو پوهنتون کې د زدکړو تر لاسه کولو دپاره د عمر حد ختم کړی شوی دی

د خېبرپښتونخوا په صوابۍ ضلع کې د ښځو د پوهنتون مشره وايي پرېکړه یې کړې چې په پوهنتون کې د هر عمر جينۍ، ښځه کولی شي چې داخله واخلي او زده کړې وکړي د زده کړو دپاره یې د عمر ټاکلی حد ختم کړی دی. تعلیم پوهان او د پاکستان د لوړو زده کړو کمېشن هم دغه پرېکړه ستايي.

د هر عمر جينۍ، ښځه زده کړې کولی شي

په صوابۍ کې د ښځو د پوهنتون وايس چانسلره شاهانه عروج کاظمي وايي، د دوی سره دوه جينکو داخله اخستې چې عمرونه یې سېوا وو دوی ورته په موقتي يا عارضي توګه داخلې ورکړې وې"، د هغې وروسته یې بيا پرېکړه کړې چې "د هر عمر جينۍ، ښځه کولی شي چې په پوهنتون کې داخله واخلي او زده کړې وکړې".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغې وويل،" ما په خپله په امریکا کې زده کړې کړي زما سره به د هر عمر کسانو زده کړې کولې نو زه ګڼم چې په زده کړو دپاره دې د عمر کوم حد وټاکل شي".

هغې زياته کړه په خېبرپښتونخوا کې جينکو ته هسې هم د زده کړو ډېرې موقعې نه وي او "بيا څوک واده شي بچي یې وي هغو ته بيا د زده کړو مسله وي نو که د چا ماشومان وي او هغه زده کړې کولی شي نو پکار ده چې وې یې کړي او لوړې زده کړې ترلاسه کړي" غټې ډګريانې واخلي نوکرۍ او کاروبارونه وکړي او خپلې کورنۍ وساتي.

کاظمي زیاته کړه په پوهنتون کې یې "هر څوک په هره څانګه کې په بي اېس یا په لوړو زده کړو کې داخله کولی شي". او وې یې ويل د هغې په "اند د لوړو زده کړو د کمېشن لخوا د لوړو زده کړو دپاره د عمر حد 22 يا 23 کاله دی" او دوی چې اوس کومه پرېکړه کړې "پوهنتون يوه خپلواکه اداره ده او کول شي چې هره پرېکړه په خپل سر وکړي".

د پوهنتون د استازې غبرګون

د صوابۍ پوهنتون د منېجمنټ ساينسز څانګې اسټنټ پروفېسره ډاکټر ثانیه ظهير علي وايي، په پښتنو کې جينکۍ زر واده شي او زده کړې یې نيمګړې پاتې شي بيا دوی ته "ځینې جينکۍ داسې راغلې وې چې هغوی زده کړې کول غوښته خو هغوی ته په زده کړو کې عمر يو خنډ وو، ځکه دوی د عمر د حد ختمولو پرېکړه وکړه".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغې وویل، د دوی سره په پوهنتون کې د 28 پورې څانګې دي په هغې کې جينکو ته د کاروبار زده کړې هم ورکول کيږي او د دغو زده کړو وروسته جينکۍ يا ښځې بيا کولی شي چې خپلې ليبارټريانې خلاصې کړي او کاروبارونه روان کړي.

اغلې ډاکټر ثانيه زياته کړه "په پوهنتون کې دا وخت د 3000 نه زياتې جينکۍ زده کوونکې په بېلابيلو څانګو کې زده کړې ترلاسه کوي"، او دوی په پوهنتون کې داسې څانګه هم پرانستې چې کومو جينکو زده کړې پوره کړي هغوی کولی شي چې په پوهنتون کې خپل کاروباروي مرکزونه خلاص کړي.

"زمونږ د صوابۍ د ښځو په پوهنتون کې زده کوونکې يواځې د زده کړو تر حد پورې نه دي د زده کړو وروسته هم مونږ هغو ته دا موقعې ورکوو چې مخې ته په ژوند کې کاميابېدی شي".

تعلیم پوهان د صوابۍ پوهنتون پرېکړه ستايي

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د څيړنيز مرکز ډايريکټر ډاکټر طارق محمود وايي، هغه په خپله د صوابۍ د ښځو د پوهنتون د دغه پرېکړې ستاينه کوي او فکر کوي چې د دې ګام سره به په ځانګړي ډول د ښځو د زده کړو شرحه نوره سېوا شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "په پښتنه سيمه کې ښځې لوړو زده کړو ته په اسانۍ سره رسايي نه شي کولی اوس چې د ښځو پوهنتونونه جوړ شو او بيا چې ښځې په لوړو زده کړو کې د مسلو سره مخ شي نو اوس چې داسې ګامونه پورته شي دا د ستاينې وړ خبره ده".

نوموړي زیاته کړه "زما په خيال د عمر د حد ختمولو سره دې د رخصتۍ په ورځو کې هم د زده کړو اجازه ورکړی شي که څوک په سرکاري نوکرو وي چې د رخصتۍ په ورځو کلاسونه واخلي او لوړې زده کړې وکړي".

هغه وويل حکومت پرايويټ بي اې او اېم اې ختم کړي چې له امله یې زده کړې کوونکي د مسلو سره مخ شوي دغه ډګريانې ختمې شوي او په بدل کې بل پروګرام هم نه دی راوړل شوی نو دا په خپل ځای مسله ده.

ډاکټر طارق محمود وويل، "د زده کړو دپاره د عمر کوم حد ټاکل نه دي پکار، زه خو وېم چې د ښځو په ټولو پوهنتونونو کې دې په بېړنۍ کچه د عمر حد ختم کړی شي او د سړو دپاره دې هم د عمر حد سېوا کړی شي که چرته د عمر حد 25 کاله وي هغه دې 35 کاله کړی شي، ځکه چې د زده کړو شرحه ورسره سېوا شي او دا سيمه تعليم يافته شي".

د لوړو زده کړو کمېشن

په پاکستان کې د لوړو زده کړو د کمېشن مشر ډاکټر مختار احمد وايي، هغه د صوابۍ د ښځو د پوهنتون په پرېکړه نه دی خبر.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "که پوهنتون داسې کومه پرېکړه کړې ده نو ښه یې کړي دي په دې کې کومه بده خبره نشته، او که د لوړو زده کړو د کمېشن د عمر په اړوند کومه پاليسي وي زه په هغې کوم معلومات نه لرم زه به هغه ګورم بيا به پرې تبصره کولی شم. او د صوابۍ د ښځو پوهنتون په اړه که د کمېشن څه پاليسي وي کمېشن به یې ګوري چې کوم ډول نتيجې به یې وي دا پرېکړه به بيا کمېشن کوي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00