شاته

د پاکستان يو پخوانی پوځي جنرل د ادارو پرضد د بغاوت د پارولو په تور نيول شوی

د پاکستان د پوځ يو پخوانی لفټننټ جنرل امجد شعېب د اسلام اباد پوليسو د ادارو پرضد د بغاوت راپارولو په تور نيولی، عدالت ته یې وړاندې کړی او عدالت بيا پوليسو ته په بدني ريمانډ ورکړی دی.

د اسلام اباد د رمنا تاڼې پوليسو سب انسپکټر ظفر اقبال وي او اې ډيوه ته تاييد کړې چې امجد شعېب نن سهار وختي نيول شوی او بيا عدالت ته وړاندې کړی شوی دی.

د پخواني پوځي جنرل پرضد مقدمه درج کړی شوې چې هغه د پاکستان په یو شخصي ټيلي ويژن چېنل بول د مېلمه په حېث تبصره کې د سرکاري چارواکو او مخالفه ګوندونو راپارولو، کرکې او شر جوړولو هڅه کړې ده چې په ملک کې بدامني او ګډوډی جوړ شي.

په مقدمه کې تور لګول شوی چې نوموړي د يوې منصوبې لاندې دغه بيان ورکړی چې ملک نور کمزوری شي.

ريټايرډ لفټننټ جنرل امجد شعېب د پاکستان په ټيلي ويژن چېنلو د دفاعي چاور د څيړونکو په حېث تبصري کوي.

د پخواني پوځي جنرل پرضد د پاکستان پېنل کوډ د 153 اې او 550 مادو لاندې مقدمه درج کړی شوې ده د يادو مادو لاندې د پینځه و نه تر اووه کالو پورې د بند سزا ورکړل کېدی شي.

نوموړی د ګل/دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د جوډیشل مجسټرېټ عباس شاه عدالت ته وړاندې کړل شوی دی.

د ځايي مطبوعاتي راپورونو ترمخه په عدالت کې د امجد شعېب او سرکاري وکیلانو خپل بيانونه وړاندې کړی او سرکاري وکیل د نوموړي د اووه ورځو دپاره د بدني ریمانډ خواست کړی خو عدالت د درېو ورځو دپاره پولیسو ته په ریمانډ ورکړی دی.

په پاکستان کې وخت په وخت دغه ډول د ادارو پرضد د خلکو راپارولو او بغاوت تورونه د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرانو او غړو او سياستوالو هم لګول شوي دي.

روانه مياشت د پاکستان مرکزي حکومت د تعزیرات پاکستان او کوډ آف کریمینل پروسیجر کې په ترمیم کولو د پوځ او عدلیې بدناموونکو لپاره د پینځه و کالو د بند د سزا قانوني مسوده تیاره کړې ده.

په مسوده کې ویل ‌شوي څوک چې عدلیه، پوځ یا د دې د کوم غړي د سپکاوي او بدنامولو په غرض څه رقم بیان ورکړي یا معلومات خپاره کړي نو هغه به دبند د سزا وړ ګرځي.

پاکستاني سیاستمدارانو دا قانوني مسوده د جمهوریت په زیان بللې او ويلي يې وو دا د رایې د اظهار په ازادۍ د بندیز یوه ناوړه هڅه ده.

د بې پولې خبریالانو نړیوال تنظیم ار اېس اېف پاکستان کې په پوځ د نیوکو عمل ته د جرم د بڼې ورکولو لپاره په مجوزه قانون سختې اندېښنې ښکاره کړې او دا مخې ته راوړل کیدونکی قانون یې د صحافت ازادۍ ته یو ستر ګواښ بللی وو.

آر اېس اېف وایي د نوي وړاندیز کړل شوي قانون الفاظ بې کچه ګنجلک یا مبهم دي او د دې د تباهۍ ډکې اغېزې سږکال په کیدونکو عامو انتخاباتو کیدای شي.

پاکستان کې د مطبوعاتو او اظهار رایې په ازادۍ د بنديزونو په اړوند وخت په وخت په ځايي او نړيواله کچه تورونه لګول شوي چې په پاکستان کې مطبوعات او اظهار رایې ازادي د فشار او قدغونو لاندې ساتل کیږي خو حکومتونه بيا دغه ډول تورونه ردوي او وايي چې په ملک کې مطبوعات او د اظهار رایې ازادي ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00