شاته

بلوچستان: په وسله وال بريد کې د سکرو د کان څلور مزدوران په ډزو وژل شوي

د پاکستان د بلوچستان صوبې د هرنايي ضلعې د چارواکو په وينا، تيره شپه په خوست سيمه کې نامعلومه وسله والو د سکرو/کولې د کان څلور مزدوران په ډزو وژلي او يو ژوبل کړی، چې تعلق یې د خېبرپښتونخوا د سوات، بره دير او بلوچستان صوبې د مسلم باغ سيمو سره دی.

هم نن د بلوچستان صوبې په کوهلو سیمه کې د بلدياتي انتخاباتو په مهال د ليويز ځواک په ګاډي چاودنه شوې او د لیویز ځواک نهه اهلکار پکې ژوبل شوي دي.

د هرنايي ضلعې د مرستيال کمشنر دفتر نن په 27 فرورۍ وي او اې ډيوه ته تايید کړه چې "تېره شپه دغه پېښه شوې، نامعلومه کسان ورغلي د سکرو په کان کې یې په مزدورانو ډزې کړي چې څلور مزدوران پکې وژل شوي او يو ژوبل شوی دی".

ياد دفتر ويلي، "سي ټي او لیويز ځواک د پېښې پلټنې پېل کړي دي او زیاته کړې یې ده په پېښه کې وژل شوي کسان خپلو خپلو علاقو ته روان کړی شوي دي".

راپورونه وايي ډزو کوونکو وسله والو په څو کانونو کې مشينريانو ته اورونه هم اچولي دي.

په پاکستان کې د سکرو د کانونو د فېډرېشن جنرل سيکرټري سلطان محمد خان وي او اې ډيوه ته وويل، تېره شپه چې د هرنايي په خوست کې کومه پېښه شوې په دې کې څلور مزدوران وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "دغه پېښې کېدل لاقانونیت دی چرته چې پوښتنې نه کيږي څوک نيول کيږي نه نو دغه رنګ پېښې کیږي".

هغه زياته کړه نن د دغه پېښې پرضد په خوست کې خواريکښو مزدورانو او ځايي خلکو احتجاج هم کړی دی.

په پاکستان کې وخت په وخت د سکرو په کانونو کې پېښې کيږي او خواریکښ پکې مړه کيږي او وژل کيږي.

سلطان محمد خان وايي، تير څو کاله وړاندې به خواريکښ وژل کېده خو دا پېښه ډېره موده وروسته وشوه چې خواريکښ په ډزو وژل شو".

هغه زياته کړه "تېر کال په پاکستان کې د سکرو په کانونو کې 288 کسان مزدوران مړه شوي کومه شمېره چې د دوی سره په ريکارډ ده" خو نوموړی دعوه کوي چې "دا شمېره به د 300 نه سېوا وي او ژوبل به د 3000 نه زيات وي خو ډېر ماينونو والا مړینې او ژوبلې پټوي ځکه چې دوی بيا د ماينونو والا نه د خواريکښو دپاره تاوان غواړي".

هغه وویل "په 288 خواريکښو کې يواځې په بلوچستان صوبه کې 160 مزدوران مړه شوي او دا نور بيا په خېبرپښتونخوا، 46 په پنجاب او سیند صوبو کې مړه شوي دي".

د نوموړي په خبره د سکرو په کانونو کې زیاتره پښتانه چې تعلق یې د خېبرپښتونخوا د شانګلې، سوات، دير او د بلوچستان صوبې د کوټې، توبه اڅکزۍ، مسلم باغ او د افغانستان د بېلابيلو سيمو سره تعلق لري.

د بلوچستان صوبې وزيراعلا مير عبدالقدوس بزنجو "د سکرو د مزدورانو وژنه غندلې او لارښوونه یې کړې چې په پېښه کې ککړو عناصر دې ونيول شي".

هغه د سکرو د کانونو په علاقه کې د امنيتي ګامونو پياوړي کولو لارښوونه کړې ده.

نن په کوهلو کې د بلدياتي انتخاباتو په مهال د شوې چاودنې په اړه چاوراکو ويلي، د ليويز ځواک په ګاډي بارودي سورنګ چاودلی چې پکې نهه اهلکار ژوبل شوي او ويل شوي په ژوبلو کې د درېو روغتيايي حالت سخت دی.

پرون د پاکستان د بلوچستان صوبې په بارکهان ضلع کې د ګڼې ګوڼې په يو بازار کې بمي چاودنه شوې چې پکې تر لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او 16 نور ژوبل شوي وو.

له دغې وړاندې په خضدار کې په پوليسو يوه چاودنه شوې دوه پوليس اهلکار پکې وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي وو. د پېښې زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې بي اېل اې منلې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00