شاته

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ماین پاکۍ لپاره ۱۸.۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، افغانستان د څو لسیزو جګړو له امله په نړۍ کې د چاودېدونکو توکو د ککړتیا تر ټولو لوړه کچه او پخپلو ځمکو کې تر ټولو زیات ناچاوده مهمات او ماینونه لري.

دغه ادارې د دوشنبې په ورځ فبرورۍ اوومه (کب اتمه) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې روان کال په دغه هیواد کې د چاودېدونکو توکو او مهماتو د پلټنې، د چاودېدونکو توکو د خنثی کولو او خطر ارزیابي لپاره ۱۸.۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

اوچا همدارنګه ویلي چې دغه بودجه به په افغانستان کې د ماین چاودنو له امله د زیانمن شوو ۱.۴ میلیون وګړو د ملاتړ په برخه کې ولګول شي. د ملګرو ملتونو د دغه ادارې په وینا په افغانستان کې ۴.۹ میلیون کسان د ماین چاودنو له امله زیانمن شوي دي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي و چې په افغانستان کې نژدې ۱۵ سلنه کورنۍ شتون لري چې لږ تر لږه یو غړی یې په معلولیت کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې له جګړو څخه د پاتې ناچاوده مهماتو د چاودنو له امله د مرګ ژوبلې زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې د زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د سره صلیب سازمان د اکتوبر ۱۳ ( تلې ۲۲) ویلي و چې د روان کال د جنورۍ او جون میاشتې تر منځ په افغانستان کې د چاودېدنکو توکو چاودنو ۳۹۲ پېښې ثبت شوي دي چې له امله یې ۹۰۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سره صلیب نړیوال سازمان د اندېښنې په ښودلو سره ویلي و چې د ماین چاودنو ۸۵سلنه قربانیان ملکیان دي او ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.

دې سازمان ویلي و چې مایونونه او چاودېدونکي توکي د افغانانو لپاره لاهم جدي ګواښ دی. یاد سازمان د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره د ناچاوده مهماتو پر پاکولو باندې ټینګار کړی و.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) هم په افغانستان کې له جګړو څخه د پاتې شویو ناچاودو توکو چاودنو له امله د ماشومانو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

یاد بنسټ د اپرېل دوهمه (وري ۱۳) په یوې اعلامیې کې ویلي و چې په تیرو اوو میاشتو کې په افغانستان کې د پاتې شوو نا چاوده توکو د چاودنې له امله ۳۰۱ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملګرو ملتونو ویلي وو چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په نړۍ کې د ناچاوده مهاتو د چاودنو له کبله ۳۹۰۰ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه سازمان همدارنګه ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي په لومړیو شپږ میاشتو کې په افغانستان کې څه باندې ۴۶۰ماشومان د تاوتریخوالي په ځانګړي ډول د ناچاوده مهماتو د چاودنو له امله وژل شوي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت هم ویلي و چې په تیر یو کال کې په دغه هیواد کې شاوخوا ۱۵۰ معلولیت لرونکي وګړي ثبت کړي دي.