شاته

اسلام اباد: افغان کډوالو امریکا ته د تلو عمل ځنډېدو پرضد احتجاج کړی

د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې په سوونو افغانانو احتجاجي مظاهره کړې چې د دوی د د ويزو منظورېدو عمل د ځنډ ښکار دی. امریکا د يو پروګرام لاندې د هغو افغانانو مرسته کوي څوک چې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د خطرو له امله کډه شوي دي.

د امریکا دغه ته پروګرام چې د پي1 او پي 2 نوم ورکړل شوی پکې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د خطرو سره مخ جرنلسټانو او بشري حقونو فعالانو ته په ګړندۍ توګه ويزې ورکول کيږي. دغه کسان چې د امریکا د حکومت، په امریکا کې موقعيت لرونکو خبري ادارو او غېر حکومتي ادارو سره یې په افغانستان کې کار کړی دوی د ياد پروګرام لاندې د ويزو وړ دي.

احتجاج کوونکو ويلي د يو نيم کال راهسې په پاکستان کې په تمه دي چې امریکايي چارواکي به یې د ويزو عمل ترسره کړي.

دوی ویلي د ويزو او بيا ابادۍ عمل یې چې د ځنډ سره مخ دی دوی په پاکستان کې د اقتصاد، صحت او تعليم سره په نورو برخو کې د ستونزو سره مخ کړي دي.

محمد باقر احمدي چې د اسلام اباد د نېشنل پرېس کلب مخې ته یې د احتجاج په راجوړولو کې یې مرسته کړې ويلي يې دي ګڼ افغانان په پاکستان کې د ويزو د مودې غځولو د ستونزې سره مخ دي.

احتجاج کوونکو ويلي تراوسه پورې د دوی د ويزو په لړ کې د انټرويو لومړی عمل نه دی پېل شوی.

يو احتجاج کوونکي ويلي چې مونږ د پي1 او پي 2 خاوندانو، ستاسو د اتحاديانو او همکارانو دپاره د جمهوریت، بشري حقونو او بيان د ازادۍ په لړ کې مهم رول لوبولی دی خو اوس د ژوند په سختو ورځو کې ستاسو نه د ملاتړ او ملګرتیا غوښتنه کوو.

يو بل تن حسام الدين چې د پي 2 قضيې عمل ته په تمه دی ويلي یې دي چارواکي بايد د د پي1 او پي 2 خواست لرونکي داسې هيواد ته واستوي چرته چې د دوی د بيا اوسېدو د ملاتړ مرکزونه وي او هلته دوی د انټرويانو ورکولو وړ وي، او يا بل هغه هيواد ته واستوي چرته چې د بيا اوسېدو د ملاتړ د مرکز وي او هلته دغه عمل ترسره کېدی شي.

د امریکايي قانون ترمخه دغه خواست کوونکي به اول کوم درېم هيواد ته منتقل کولی شي چرته چې د دوی د 14 نه تر 18 مياشتو پورې وخت لګېدی شي.

دا لومړی ځل نه دی چې په اسلام اباد کې افغانانو دغه احتجاج کړی دی له دې وړاندې یې هم دغه ډول احتجاجونه او ناستې کړي دي.

[خبر د اې پي په مننه]

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00