شاته

پاکستان سپرليګ: لاهور قلندر د پېښور زلمي لوبډلې ته ماتې ورکړې

د پاکستان سپر ليګ 2023 کرکټ په روانو سيالیو کې د پېښور زلمي لوبډلې د لاهور قلندر لوبډلې نه ماتې خوړلې ده، پېښور زلمي تراوسه پورې پينځه سيالۍ وکړې چې پکې یې تراوسه پورې دوه ګټلي دي.

تېره ماسخوتن په لاهور کې ترسره شوې د پېښور زلمي او لاهور قلندر د سيالۍ پچه/ ټاس د لاهور لوبډلې ګټلی او لومړی بېټنګ یې کړی دی.

لاهور قلندر لوبډلې په ټاکلو 20 اوورونو کې په درېو لوبغاړو اوټ کېدو 241 رنزونه جوړ کړي وو.

فخر زمان پکې زيات په 45 بالونو 96 رنزونه او بيا عبدالله شفيق په 41 بالونو 75 رنزونه جوړ کړي وو.

او په ځواب کې بيا د پېښور زلمي لوبډلې په نهه لوبغاړو اوټ کېدو 201 رنزونه جوړ کړي او سيالي یې په 40 رنزونو بايللې ده.

د پېښور زلمي په لوبډله کې زيات 55 رنزونه ټوم کوهلر کېډمور او صايم ايوب 51 جوړ کړي دي.

د لاهور په لوبډله کې شاهين شاه اپريدي د پېښور زلمي پينځه لوبغاړي اوټ کړي دي.

د لوبې غوره لوبغاړی فخر زمان ګرځول شوی دی.

ياده سيالي د پېښور زلمي لوبډلې پينځمه سيالي وه چې ماتې یې پکې وخوړوله، د پېښور زلمي لوبډلې په پينځه و سياليو کې درې بايللي دي.

د پاکستان سپرليګ په روانو سياليو کې تراوسه پورې تر ټولو کمې سيالۍ د کوټه ګلېډي اېټرز لوبډلې ګټلي دي، د کوټې لوبډلې پينځه سيالۍ کړي او يوه یې ګټلې ده.

د کراچۍ کنګز لوبډلې شپږ سیالۍ کړي او يواځې دوه یې ګټلي دي. لاهور قلندر او اسلام اباد يونايټډ څلور څلور سيالۍ کړي او دوه دوه یې ګټلي دی، او ملتان سلطان په شپږو سيالیو کې په څلورو کې کامیابي ترلاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00