شاته

ا افغان کډوالو مریکا کې د بیا میشت کیدو په ویزو کې د ځنډ له کبله اسلام آباد کې مظاهره کړې

سلګونو افغان کډوالو یکشنبه فبروري ۲۶ (کب۷) متحده ایالاتو کې د بیا میشت کیدو د ویزو په منل کیدو کې د "بې حده" ځنډ له کبله مظاهره وکړه.

د لومړیتوب -۱ او لومړیتوب ۲ یا P1 او P2 بیا میشت کیدو دا ویزې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته، خبریالانو او بشري حقونو مدافعینو په ګډون د خطر سره مخ افغانانو ته ورکول کیږي.

یوازې هغه کسان د دې ویزو لپاره په شرایطو برابر دي چې په افغانستان کې یې د امریکا د حکومت، یا داسې مطبوعاتي ادارې یا غیر حکومتي سازمان سره کار کړي و چې مرکز یې په امریکا کې وي او په امریکا کې د کار ورکوونکي لخوا د امریکا حکومت ته راجع شوي وي.

خو یو شیمر افغانان چې د طالبانو د راتګ څخه وروسته پاکستان ته کډه شوي او د دې ویزو لپاره یې درخواستونه ورکړي، د څه باندې یو نیم کال تیریدو وروسته بې سرنوشته پاتې.

دغه افغانان په پاکستان کې د اقتصادي ستونزو څخه سر ټکوي او پداسې حال کې امریکا کې د بیا میشت کیدو ویزو ته انتظار کوي چې په وینا یې په پاکستان کې روغتیايي، پوهنې او نورو خدماتو ته لاسرسی هم نلري.

د یکشنبې ورځې مظاهره په اسلام آباد کې د پریس کلب مخې ته جوړه شوې وه.

د مظاهرو تنظیم کوونکي وایي هغوي په پاکستان کې د پاتې کیدو لپاره هم باید چې د ویزو وخت تمدید کړي او پدې برخې کې د ګڼ شمیر ستونزو سره مخ دي. دوي همدرانګه وایي چې د ډیرو متقاضیانو سره آن د متحده ایالاتو سفارت ابتدایي مرکې هم ندي کړي چې د دې ویزو تر لاسه کولو لپاره یې اسناد طی مراحل شي.

ځینو مظاهره کوونکو بیا غوښتل چې د پاکستان پر ځای دې داسې دریم هیواد ته ولیږدول شي چې د بیا میشت کیدو د ملاتړ مرکزونه پکې فعال وي او دوي پکې وکړی شي پدې مرکزونو کې مرکې وکړی شي.

د متحده ایالاتو د قانون له مخې د دې ویزو متقاضي لومړی باید دریم هیواد کې میشت شي چې د اسنادو طی مراحل یې پیل شي. معمولاً د دې ویزو طی مراحل د ۱۴ څخه تر ۱۸ میاشتو پورې وخت ونیسي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راپدیخوا چې طالبان په افغانستان کې د دویم ځل لپاره واک ته رسیدلي، نجونو ته یوازې تر شپږم ټولګي پورې د زده کړو اجازه ورکړل شوې او میرمنې بیا یوازې د معارف او روغتیا په څانګو کې د کار کولو اجازه لري.

د کار او پوهنې په برخې کې په میرمنو د محدودیت تر څنګ طالبانو په افغانستان کې ځینو عامه ځایونو ته هم د میرمنو ورتګ منع کړی. د طالبانو په حکومت کې میرمنې د محرم پرته د سفر کولو اجازه نلري، پارکونو، ورزشي کلبونو او آن عمومي حمامونو ته یې په ورتګ بندیز لګول شوی.

د طالبانو د راتګ څخه وروسته ګڼ شمیر افغانانو چې ځانونه یې د خطر سره مخ بلل، هیواد یې پریښود او په نورو هیوادونو کې میشت شول.

د طالبانو سرپرست حکومت تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا ادارې په رسمیت ندی پیژندلي.