شاته

پېغله صديقه چې د ډاکټرانو ناسمې درملنې ړنده کړې، کوم ارمانونه لري؟

۲۱ کلنه صدیقه د نابینا سترګو د درملنې لپاره د مرستې غوښتنه کوي.

د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ صدیقه شاوخوا یوویشت کاله عمر لري، خو شل کاله کېږي چې، د سترګو د ليد له نعمت څخه بې برخې شوې ده.

دا په یو کلنۍ کې د مورقې تبې د درملنې لپاره د سیمې یو ډاکټر ته وړل شوې وه، خو د غلطو پیچکاریو ورلګولو له امله یې سترګې ړندې شوې دي.

صدیقه اوس د خپلو سترګو د درملنې لپاره له خلکو څخه د مرستې غوښتنه کوي.

نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:35 0:00