شاته

پاکستاني پلاوي د طالبانو حکومت ته د پاکستاني طالبانو په اړه خبرداری ورکړی - راپور

د پاکستان یو لوړپوړي پلاوي په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که د پاکستاني طالبانو مخنیوی ونکړي، نو پاکستان به د افغانستان دننه د "تحریک طالبان پاکستان" پر ضد اقدام وکړي.

یو لوړپوړي امنیتي چارواکي چې ادعا کوي ددغه پلاوي د سفر او غونډو له جزیاتو خبر دی، د ترکیې د اناتولي اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې پلاوي د طالبانو د حکومت چارواکو ته څرګنده کړې چې که د پاکستاني طالبانو د پسرلنیو عملیاتو او له افغانستان څخه د تنظیمېدونکو بریدونو مخنیوی ونکړي نو پاکستان به لاس په کار شي.

په پېښور کې ازاد خبریال اسلام الدین ساجد اناتولي اژانس ته د خپل راپور په اړه وویل: "د پاکستاني چارواکو دا وینا وه، چې موږ هغوی [افغان طالبانو] ته وویل چې که چیرې، دا غوښتنې پوره نشوې او د هغوی [پاکستاني طالبانو] په ضد باندې ګامونه پورته نه شول، او هغوی په پاکستان کې د پسرلني عملیاتو د پیل کولو اعلان وکړ نو بیا له پاکستان سره دویمه بله لار نشته، له دې پرته چې په دغه ځای کې د پاکستاني طالبانو په ضد بریدونه او عملیات پیل کړي."

امریکا غږ ددغه خبر کره والی نشي تاییدولای.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف په مشرۍ لوړپوړي پاکستاني پلاوي تېره اونۍ کابل ته د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې د طالبانو د حکومت له مشرانو سره وکتل.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان امنیتي وضیت خراب شوی او تیره میاشت د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د مونشن په امنیتي کنفرانس کې ادعا وکړه چې ترهګرۍ ډلې له افغانستان څخه فعالیتونه کوي.

زرداري همدارنګه خبرداری ورکړ چې که نړیواله ټولنه دې مسئلې ته پام ونکړي، د پاکستان ترڅنګ به د افغانستان نورو ګاونډیو هیوادونو ته هم ګواښ پېښ شي.

ددې ترڅنګ په افغانستان کې یو شمېر پخوانیو امریکايي چارواکو هم په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د موجودیت له امله د اسلام اباد او کابل د اړیکو د ترینګلې کېدو خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر ارل انتوني وین وايي، چې په افغانستان کې لا هم د نورو ترهګرو ګروپونو د غړو د موجودیت او د طالبانو لخوا یې لږ تر لږه د پټ ملاتړ په اړه شکونه موجود دي.

هغه وویل: "زه فکر کوم چې په دې اړه د پاکستان او طالبانو ترمنځ اختلاف زیاتېدونکی دی. پاکستان په ښکاره داسې فکر کوي، چې افغان طالبانو تحریک طالبان پاکستان ته پناه ورکړې او له هغوی څخه ملاتړ کوي."

طالبانو د پاکستان ددې تازه خبرداري په اړه غبرګون ندی ښودلی، خو له دې وړاندې يې څو څو ځله له ترهګرو څخه د ملاتړ تورونه رد کړي، او ویلي يې دي، چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته هېڅ ډول ګواښ نشته. خو پوښتنه دا ده چې پاکستان د طالبانو پر وړاندې څه ډول اقدام کولای شي؟

د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې د ترهګرۍ د چارو شنونکی، اسفندیار میر فکر کوي، چې که په پاکستان کې د تحریک طالبان لخوا تاوتریخوالی دوام وکړي، نو دا کار به پاکستان په افغانستان کې د هوايي بریدونو او دې ته ورته نورو اقداماتو کولو ته وهڅوي.

نور شنونکي د اسفندیار سره همغږي ندي او د طالبانو د حکومت پر وړاند د پاکستان اقدام یوازې د ډیپلوماټیکو فشارونو تر بریده محدود بولي.

په ایران او ترکیه کې د پاکستان پخواني سفیر، جاوید حسین، وویل: "زه فکر نه کوم چې په پاکستان کې د افغانستان په وړاندې د کومې پوځي لارې د کارولو امکان شته."

ښاغلی حسین وايي، چې پاکستان باید له ګاونډیو هېوادونو لکه ایران، تاجیکستان او همدارنګه د روسیې او چین په څېر هېوادونو سره په ګډه په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت سیاسي فشار راوړي.

افغانستان ته په تللي پاکستان پلاوي کې ددغه هېواد د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) مشر جنرال ندیم انجم او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان هم شامل وو. له دې سفر وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې دوی د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د تحریک طالبان پاکستان او داعش له‌ خوا په زیاتیدونکو ګواښونو خبرې کړي دي.

خو ددې سفر په اړه د طالبانو د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې طالب چارواکو له پاکستاني پلاوي سره په تورخم او سپین بولدک کې افغانانو ته د تګ راتګ لپاره د اسانتیاوو برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، اقتصاد او سیمییز اتصال په برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.