BBC
 شاته

''د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړه د حکمتیار نوم ایستلو لړ کې روسیه اندېښنې لري''

په سیاسي چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار محمد اکرم خپلواک، چې له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې خبرو مسوولیت ورترغاړې دی، مني، چې له ګلبدین حکمتیار سره د خبرو لړ کې روسیه ځینې اندېښنې لري، خو په وینا یې ژر به د روسیې دغه اندېښنې لرې شي.