شاته

جمهوري غوښتونکو د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو په هکله یو بل تحقیق هم پیل کړ

د متحده ایالاتو د استازو مجلس چې دا ځل پکې د جمهور رئیس جو بایډن سیاسي مخالف ګوند جمهوري غوښتونکي اکثریت دي، جمعه فبروري ۱۷ (سلواغې ۲۸) یې د افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو په هکله یو بل تحقیق هم پيل کړ.

د استازو په مجلس کې د څارنې د کمیټې مشر جمهوري غوښتونکي استازي جیمز کامر په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسیدو په هکله د سپینې ماڼۍ، دفاع او د بهرنیو چارو وزارتونو جګپوړو چارواکو ته لیکونه استولي.

ښاغلي کامر پدې هکله په اعلامیې کې ویلي چې "له بده مرغه د بایډن حکومت د افغانستان څخه د وتلو لپاره چمتو نه و او د هغوي پریکړې په سیمې کې په مستقیمه توګه د ملي امنیت او بشري بدمرغۍ سبب شوې".

د استازو مجلس دې غړي همدارنګه په اعلامیې کې په ټولو وزارتونو او ادارو غږ کړی چې د معلوماتو په ورکولو کې همکارۍ ته چمتو وي.

جمهوري غوښتونکي چې دا ځل د استازو په مجلس کې اکثریت لري، د جمهور رئیس جو بایډن په حکومت فشار راوړي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې چې کومې سهوې وشوې چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ او ګڼ شمیر امریکایان او زرګونه افغانان چې د امریکايي ځواکونو سره یې په افغانستان کې مرسته کړې وه، پاتې شول.

تر دې وړاندې هم د افغانستان څخه د امریکا د وتلو په هکله په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو د تحقیقاتو سره ملاتړ ښودلی و.

سپینې ماڼۍ په سمدستي توګه د کانګرس په غوښتنې تبصره نده کړې خو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د تحقیقاتو په هکله تبصره نکوي خو دا وزارت د کانګرس د ټولو کمیټو سره وار دمخه همکاري کوي.

د وزارت په اعلامیې کې راغلي چې د ۲۰۲۲ کال د نومبر د میاشتې راپدیخوا یې په افغانستان کې د پالیسي او امریکایي ځواکونو د وتلو په هکله د کانګرس جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو ګډو کمیټو ته ۱۵۰ ځله معلومات ورکړي.

تر دې وړاندې د استازو په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال هم د جنوري په ۱۳ مې وویل د افغانستان څخه یې د امریکا د وتلو په هکله پلټنې پیل کړي.

ښاغلي مک کال ویلي چې ددې پلټنو لپاره یې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین څخه په کتبي توګه د استخباراتي ارزیابیو او د طالبانو سره د اړیکو په هکله د اسنادو غوښتنه کړې.

ښاغلی مک کال چې ډیر وخت ددې کمیټې غړی و، تیر کال د نومبر میاشتې د منځنۍ دورې په انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکو د استازو په مجلس کې اکثریت وګاټه، دی اوس ددې کمیټې مشر دی.

د استاوز مجلس دې غړي د جمهور رئیس جو بایډن په حکومت انتقاد وکړ چې په پرله پسې توګه یې د څارنې او ارزیابۍ په خاطر د اسنادو د ورکړې څخه انکار کړی او د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د راوتلو په هکله معلومات نه ورکوي.

د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر خبرداری ورکړ که د جمهور رئیس جو بایډن اداره د پلټنو او ارزیابۍ لپاره معلومات ورنکړي، دا کمیټه به د "اجباري پروسې" په ګډون د یو شمیر صلاحیتونو څخه چې دا کمیټه یې لري، کار واخلي تر څو اړوند اسناد او معلومات تر لاسه کړي.

دا لومړی ځل ندی چې د جمهور رئیس جو بایډن حکومت د افغانستان څخه د سر تیرو د را وتلو په هکله د معلوماتو په نه ورکولو تورنیږي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي مفتش یا د سیګار د دفتر مشر جان سوپکو په خپل تازه راپور کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزارت په ګډون ګڼ شمیر فدرالي ادارې ورسره د معلوماتو شریکولو په برخې کې پوره همکاري نکوي.

د متحده ایالاتو د ځانګړي مفتش دفتر غواړي د هغو شاوخوا ۱.۱ ملیارد ډالرو په هکله پلټنې وکړي چې د جمهور رئیس جو بایډن ادارې ویلي په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسیدو راپدیخوا یې د افغان ولس سره د ملاتړ لپاره لګولي دي.

ښاغلي سوپکو په خپل راپور کې همدارانګه شکایت کړی و چې دفتر یې د لومړي ځل لپاره د متحده ایالاتو د ګڼ شمیر ادارو د نه همکارۍ له کبله نشي کولای چې پدې ربع کې کانګریس او د امریکا ولس ته د حکومت د لګښتونو په هکله راپور ورکړي.