شاته

څيړونکي: د پېښور له برید وروسته په کراچۍ کې د پولیس په دفتر بريد په امنيتي ادارو نورې پوښتنې راولاړې کړي

د پاکستان په غټ صنعتي ښار کراچۍ کې تيره شپه د پوليسو په دفتر د بريد په اړوند چارواکو ويلي، پلټنې پېل کړی شوي او د وژل شوو وسله والو د سهولت کارو په معلومولو کار روان دی، خو څيړونکي وايي په پېښور کې په پوليس لاين کې د ځانمرګي بريد وروسته د کراچۍ پوليسو په مرکزي دفتر برید د پوليس او ادارو په ناکامۍ ګوتې پورته کوي.

د کراچۍ ښار د جنوبي زون د پوليسو مشر [ډي ايي جي] عرفان بلوچ نن په 18 فرورۍ مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل، وسله والو په دفتر د ماښام د نمانځه په مهال د برید هڅه کړې او په دغه وخت د پوليس نفري يو څه کمه وي.

نوموړي ويلي د پېښې په اړه پلټنې روانې دي خو "تراوسه پورې د ترلاسه شوو معلوماتو ترمخه ترهګر چې بريد یې کړی هم درې تنه وو"، او زياته یې کړه ښکاري "چې په کراچۍ کې ترهګر شتون لري او بريد هم کولی شي دا اوسنی کوم برید چې شوی معلوميږي چې د دې دپاره یې د 15 نه تر 20 پورې تياری کړی او دا ځای یې څارلی دی او يقينا چې په دې برید کې به د دوی سره ځايي سهولت کار وو او د هغوی لټه روانه ده".

د کراچۍ پوليسو ویلي د پېښې د پلټنو دپاره د پينځه افسرانو ګډه کميټي جوړه کړی شوې ده.

په کراچۍ کې تیر ماښام د پوليسو په مرکزي دفتر وسله وال بريد شوی چارواکو ویلي برید کوونکي درې ترهګر یې وژلي او ورسره په مقابله کې دوه پوليس، يو د رېنجرز ځواک عسکر او يو بل کار کوونکي وژل شوي او د 19 پورې نور ژوبل شوي وو.

لاقانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان د برید زمه واري منلې ده.

د سيند صوبې وزیراعلا مراد علي شاه د پوليس او نورو امنيتي ځواکونو ستاينه کړې چې د ترهګرو مقابله یې کړې او وژلي یې دي او زیاته کړې یې ده په کراچۍ کې د پاکستان سپر ليګ ټاکل شوې سيالۍ به کيږي د بريد له امله به هغه متاثره نه شي.

د امنيتي چارو کار پوه ريټايرډ بريګيډيير سعد وايي د کراچۍ په پوليس دفتر د وسله والو ننوتل او بريد کول د کراچۍ پوليسو کمزوري ښايي ځکه چې په پېښور کې اوس اوس حمله شوې وه د هغې نه امنيتي ګامونه نور ټينګول پکار وو. احتساب نشته پکار ده چې د دغه ډول پېښو په کېدو کې د کوتاهۍ کوونکو سره حساب وشي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "بل لور ته ښکاري چې د ترهګرۍ د مخنیوي دپاره د حکومتونو سره هیڅ پاليسي نشته اوسني حکومت د ټول ګونديز کانفرنس بللو ويلي د ترهګرۍ ضد مبارزې دپاره حکومت له ګامونه اخستل پکار دي د حکومت زمه واري ده چې امنیت ټينګ کړي د ټول ګوندیز کانفرنس د دې سره هيڅ کار نشته".

د پېښور د پېښې وروسته وزیراعظم شهباز شريف د امنیت په موضوع د ټول ګانفرنس بللو ويلي وو خو د دوه نېټو بدلولو وروسته د ياد کانفرنس کېدو دپاره بيا بله نېټه نه ده ورکړی شوې.

خو تيره شپه په کراچۍ کې د پولیسو په دفتر د بريد وروسته وزیراعظم شهباز شريف ویلي، "پاکستان به نه یواځې د ترهګرۍ نوغی اوباسي بلکې ترهګر به هم خپل منطقي انجام ته ورسوي".

څيړونکی جرنلسټ اشرف خان وايي "د کراچۍ په پولیس دفتر بريد د امنيت غټه کوتاهي ګڼل کيږي، ياد دفتر چې په کوم ځای موقعيت لري نزدې ورسره د کور کمانډر دفتر، د نيوي مرکز دی او د پاکستان سپر ليګ کرکټ ټيمونه د دفتر په مخه تيږيږي نو دا د امنيتي نيمګړتياوو څرګندونه کوي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "په کراچۍ کې وسله وال پاتې شوي دي د 9/11 نه وروسته د هغې تاريخ دی، ټي ټي پي دلته فنډونه ټول کړي زیات یې بريدونه نه دي کړي خو د دې بريد زمه واري چې یې منلې نو هغوی اوس دلته د ځان موجودګي ښکاره کول غواړي او بل لور ته د حکومت ښکاره پاليسي نه ښکاري".

په پېښور کې مېشت خبريال او د امنيتي چارو څيړونکي مشتاق يوسفزي د ډیوه خبريال عبدالرزاق سره په خبرو کې ويلي، چې په لويو ښارونو لکه کراچۍ او پېښور کې د بريدونو کولو سره دوی تحریک طالبان پاکستان خپل قوت ښکار کوي.

" دومره محفوظ ځايونو ته د دوی کسان داخلېدل لکه سيکيورټي ادارو او بيا خاص کر لکه د پوليس دفتر کې حمله کول، نو ښکاري داسې چې هغوی سره استطاعت يا صلاحيت شته چې دغه شان حملې هغوی کولې شي".

هغه زياته کړه چې د کراچۍ د پوليسو په دفتر د حملې په څېر بريدونو کې مرګ ژوبله زياته نه وي خو په خلکو کې ويره خپاره شي او خبرونه ترې جوړ شي نو دې سره

مشتاق يوسفزي زياته کړه کله چې د پاکستان حکومت په دې خوشالۍ مانځلې چې ټي ټي پي يې ختمه کړه، هغه وخت تحريک طالبان پاکستان د پېسو او جديد وسلې په لحاظ سره ځان او پياوړی او منظم کولو.

" چې کله د افغانستان نه بهرني ځواکونه وتل نو دې پاکستاني طالبانو لږې ډېرې پېسې استعمال کړې او وسله يې واخيستله، دا د خېرانتيا خبره ده چې د خېبر پښتونخوا پوليس چې ټولې ادارې وايي چې دا فرنټ لاين فورس دی هغوی سره تهرمل ډيوايسز او نايټ ويژن نشته او تحريک طالبان پاکستان سره شته او دغې جديد شيانو استعمال هم دلته طالبانو شروع کړو".

په اسلام اباد کې د څېړنيزې ادارې فاټا ريسرچ سنټر مشر منصور محسود وي او اې ډيوه ته وايي د تحريک طالبان پاکستان د نظريې خلک، سليپر سېلز او د دوی پټځايونه د تېرو شلو کالو راهسې د هېواد په مختلفو سيمو کې شتون لري او د بريدونو لپاره يې کاروي.

" کوم مزاکرات او ډزبندي چې روانه وه نو هغې نه دوی فايده واخستله او خلک يې دلته راغلل او په دې نورو علاقو کې چې د دوی موجودګي ده نو دا خو په پاکستان کې د افغان جهاد له وجې دغې شي ته ماحول جوړ کړې وو او د دوی نېټ ورک هم موجود وو او بل دا چې دا ګوريلا جنګ دی نو چې کله يې متحرک کول غواړي نو کولې شي".

د پاکستان موجوده د [پي ډي اېم] ايتلافي حکومت تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان سره د تحريک انصاف په حکومت کې مذاکرات پېل کړی شوي او په هغه وخت کې دوی ځان پیاوړی کړی دی، خو د تحریک انصاف د حکومت مخکنی وزیراعظم عمران خان او نور وزیران یې بيا وايي چې ترهګري په اوسني حکومت کې سېوا شوه.

څيړونکي وايي دلته د امنيت غوندې سنجيده موضوع او ملک ته ورپېښ چېلنج باندې سياست کيږي بايد د دې د مخنيوي دپاره کوټلې پاليسي وړاندې کړل شي او ګامونه واخستل شي.

[په دې خبر کې ځینې معلومات د ډیوه خبریال عبدالرزاق شريک کړي دي]

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

رپورټونه: ټي ټي پي د کراچۍ پولیس په دفتر حمله منلې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00