شاته

زېلینسکي: د اوکراینیانو له ملاتړ پرته بله لاره نشته

واشنګټن – د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د جمعې په ورځ د مونیخ امنیتي کانفرانس ته د ویډیو لینک له لیارې خپله وینا کې وویل، "د اوکراینیانو له بریا پرته بله لاره نشته."

هغه وویل، "مونږ باید اوکراین او اروپا ازاده کړو. ځکه کله چې د روس وسله پرمونږ ډز کوی هغې لا وختي زمونږ ګاونډیان په نخښه کړي دي."

په دغې غونډه کې د پنځوسو امریکايي وکیلانو یو پلاوي اوکراین ته د امریکا د مرستو ډاډ یو ځل بیا تکرار کړ.‌

د ډیموکراټانو او جمهوري‌ غوښتونکو څلور څلور پلاوي، د سېنېټ او د استازو جرګو غړي له سلګونو سیاستوالو، پوځي مشرانو او د ټولې نړۍ له ډپلوماټو سره په دې غونډه کې برخه اخیستې وه.

په ۱۹۶۳ کال کې ددغه کانفرانس د جوړیدو راهیسې، دا ځل امریکايي پلاوی تر ټولو ستر و.

په اوکراین باندې د روس یرغل د ناټو تړون او اروپايي اتحاد سره لا متحد کړل او د امریکا د کانګرس غړي یې هم سره یو موټی کړل.

د ډیموکراټانو تر کنټرول لاندې سنېټ کې د جمهوري غوښتونکو اقلیت مشر مېچ مېکانل له غونډې وروسته رویټرز خبري ادارې ته وویل، "مونږ د دې لپاره دلته یو چې کانفرانس ته دا واضح پیغام واستوو چې د امریکا دواړه ګوندونه له اوکراین سره د مرستو تر شا ولاړ دي."

همدارنګه د دواړو ګوندونو د وکیلانو یوې ډلې په ولسمشر جو بایډن باندې زور راوړي چې نیغ په نیغه دې اوکراین ته F-16 جنګي جېټ الوتکې واستوي.

بل پلو ولسمشر جو بایډن به په اوکراین باندې د روس د یرغل د کلیزې په مناسبت د نهې یا سې شنبې په ورځ په پولېنډ کې خپله وینا کې یو ځل بیا له اوکراین سره د امریکا د مرستو ډاډ ورکړي د هر څومره وخت لپاره چې ورته اړتیا وي.

د امریکا د ملي امنیت ویاند جان کربي د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي، چې ټاکل شوې ده چې بایډن د نهې یا سې شنبې په ورځ وارسا ته ورسېږي او هلته به د پولېنډ له ولسمشر اندرې ډوډا سره د اوکراین د ملاتړ د هڅو او د ناټو د لا ځواکمن کېدو په اړه خبرې وکړي.

بایډن به همدارنګه په ناټو کې د بوخاریست ناین (B-9)له مشرانو سره کوم چې د ناټو د ختیځې برخې هېوادونه پکې دي خبرې وکړي. په دغو هېوادونو کې بلغاریا، چېک، ایسټونیا، هنګري،‌ لیتویا،‌ لیتوانیا، پولېنډ، رومانیا او سلواکیا شامل دي.

اخوا اوکرایني سرتیري چې بیخموت کې له روسي ځواکونو سره په جګړه کې دي د نورو وسلو غوښتنه کوي.

د روس توغندي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د استوګنې په یوې ودانۍ لګېدلي، پنځه کسان پکې وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي دي. د اوکراین څارنوال ویلي،‌ دا پېښه باید د جنګي جرم په توګه وڅېړل شي.

روسي ځواکونه د میاشتو راهیسې کوښښ کوي چې د بخموت سیمه ونیسي او له همدې امله په دوامداره توګه تر بریدونو لاندې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

رپورټونه: ټي ټي پي د کراچۍ پولیس په دفتر حمله منلې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00