شاته

د افغانستان طالبان د داخلي اختلافاتو ښکار لېدل کېږي

د افغانستان د واکمنو طالبانو لوړ رتبه چارواکي په عامه توګه د خپلو مشرانو تګلارې سره د اختلاف اظهار په ښکاره نه کوي خو په داسې حال کې چې د کوښښونو باوجود طالبان په نړیواله کچه نه دی منل شوي داسې نخښې نخښانې لیدل کېږي چې طالبان د داخلي اختلافاتو هم ښکار دي.

افغانستان نه د روسي ځواکونو د انخلا د 34 کلیزې په مناسبت د شورو، چهارشنبې، په ورځ یوې دستورې ته د طالبانو موقتي دفاع وزیر ملا محمد یعقوب وویل طالبانو ته پکار دي چې د ولس جایزو غوښتنو ته همېشه غوږ ږدي.

د ملا یعقوب وېنا د هغو ځینو نورو طالب مشرانو د خبرو عکاسي کوي چې په تېرو څو ورځو کې په جار تنقید کړی دی.

د طالبانو موقتي داخله وزیر سراچ الدین حقاني د اتوار، يکشنبې، په ورځ د ډلې په مشرانو تنقید وکړو چې په واک اختیار اجاره داري جوړوي. هغه څوک په نوم یاد نه کړو.

د حقاني خبرې وکتل شو چې ګنې هغه د طالبانو په مشر ملا هېب الله اخوانزاده نېوکې کوي. حقاني وویل دا صورتحال نه زغمل کېدی.

په تېرو څو میاشتو کې ملا اخونزاده ګڼ شمېر فتوې جاري کړي چې پکې ښځې د یونېورسټۍ د تعلیم او په اېن جي اوز کې د کار نه منع کړی شوي دي. په نړیواله کچه ددغو احکاماتو غندنه شوې ده.

د افغانستان د ولسي جرګي پخوانۍ غړي شینکۍ کروخیل وویل‌ ځینې طالب مشران د خبل مشر په تګلاره مایوسه دي ځکه چې هغه ټولې فېصلې خپله کوي او توقع کوي چې هر څوک به يې مني.

کروخیل وویل هم د دې له امله طالب مشرانو خپل اختلاف څرګند کړی دی.

هغې زیاته کړه چې د طالبانو سختې تګلارې خپله د طالبانو دپاره ښې نه دي، د افغانستان ولس خوشحاله نه دی، نړیواله ټولنه مایوسه ده او د طالبانو حکومت لا چا نه دی تسلیم کړی.

په کال 2021 کې د افغانستان پخواني حکومت د نسکورېدو او طالبانو د واک ترلاسه کولو راهسې، نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو د داخله چارو موقتي وزیر سراج الدین حقاني په خوست کې غونډې ته وېنا کوي
د طالبانو د داخله چارو موقتي وزیر سراج الدین حقاني په خوست کې غونډې ته وېنا کوي

نړیواله ټولنه د طالبان نه غوښتنه کوي چې د دې مخکې چې حکومت يې ومنل شي، په ښځو قدغنونه دې لېرې کړي.

کروخیل وویل ځینې طالب مشران غواړي چې حکومت یې ومنل شي، نړیواله مرسته ترلاسه کړي، چې د سرمایه کارۍ دپاره دروازه خلاصه کړي او چې خلک خوشحاله وي نو طالبان په حکومت کې پاتې کېدلی شي.

په افغانستان کې د امریکې پخوانی سفیر اېر اېنتني وېن وي او ای ته وايي چې د طالبانو ځینې ډلې د نړیوالې ټولنې سره روابط غواړي خو هغه زیاتوي د طالبانو دغه عناصر دا وخت په حکومت کې د فېصلو اختیار نه لري.

خو ممکنه ده چې دغه صورتحال بدل شي.

په واشنګټن کې د نیو امېرېکا څېړنې ادارې پیټر برګېن وايي د حقاني په شان د طاقتورو طالب مشرانو نادر تنقید د اختیار دپاره د کشمکش عکاسي کوي.

برګېن وي او ای ته وویل د حقاني د خبرو نه داسې ښکاري چې ځان د طالبانو د رهبرۍ دپاره تیاروي. برګېن زیاته کړه د داخله وزیر په حېث هغه د استخباراتي اداره هم په خپل اختیار کې لري او د طالبانو د مشر دپاره د مشکلاتو پېدا کولو په مضبوطه کچه ولاړ دی.

برګېن وايی حقانیانو همېشه د طالبانو په تحریک کې خصوصي حېثیت لرلی دی ځکه چې د قوت مرکز یې په جنوب کې نا بلکې په مشرقي او مرکزي افغانستان کې دی.

په واشنګټن کې د یواېس انسټېټیوټ اف پېس د افغانستان د چارو کارپوهه کېټ بېټمېن وي او ای ته وویل د جینکو د یونېورسټۍ په تعلیم او په اېن جي اوز کې د ښځو په کار د طالبانو د پابندۍ په نړیواله کچه په یو اواز غندنه وشوه.

هغې وویل طالبانو د دغه ډول ردعمل توقع نه کوله.

مېرمن بېټمېن زیاته کړه چې ترڅو په افغانستان کې هم دغه صورتحال وي نړۍ دپاره به ګرانه وي چې د طالبانو حکومت سره تعلق وساتي.

طالبان د ښځو په اړه په خپله تکلاره نړیوال تنقید او تشویش ردوي، وايي مېرمنو د تعلیم او کار روزګار دپاره به د اسلام او د افغان دود دستور سره سم حالات برابروي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای اشنا څانګې د خبریالانو روښان نورزي، خال مفتون او د احمدالله ارچي د هغه رپورټ نه اخیستل شوي چې د وي او ای انګریزۍ په وېب پاڼه شایع شوی


ځانګړې ویډیوګانې

رپورټونه: ټي ټي پي د کراچۍ پولیس په دفتر حمله منلې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00