شاته

د امریکې د کانګرس یوې ډلې اوکراین ته د جنګي جهازونو لېږلو حمایت کړی

د امریکې د کانګرس د 50 غړو یو پلاوي د جرمني په میونخ ښار کې اوکراین سره د امریکې ملاتړ څرګندولو په غرض د درې ورځني میونخ سېکیورټي کانفرنس د پرانستې په دستوره کې شرکت وکړو.

د امریکې په کانګرس کې د واکمن ډېموکرېټک او د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ مشرانو او د سېنېټ او د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د دنیا د مختلفو برخو سیاسي او پوځی مشرانو او د سفارتکارانو ترڅنګ د میونخ په ناست کې شرکت وکړو.

د امریکايي چارواکو په قول، په کال 1963 کې د میونخ سېکیورټي کانفرس د شروع کېدو نه پس په لومړي ځل دومره لوی امریکايې پلاوي په غونډه کې شرکت وکړو.

د وي او ای رپورټ‌ وايي په اوکراین د روس یرغل نه یوازې د نېټو ملکونه او يورپين یونین نور یوزای کړي بلکې د امریکې په کانګرس کې د دواړو پارټیو غړي هم متحد کړي دي.

د امریکې د کانګرس په ایوان بالا یا سېنېټ کې د حزب اختلاف رېپبلېکن پارټۍ د غړو مشر مېچ مېکانل د زاړه پاله جرمن سیاستدانانو سره د ملاقات وروسته روېټرز خبري ادارې ته وویل د میونخ غونډې او ټولې دنیا ته دا پېغام ورکول غواړي چې د اوکراین د ملاتړ دپاره بای پارټېزن یا د دواړو ګوندونو یوځای حمایت موجود دی.

په کانګرس د دواړو پارټیو یوه ډله په صدر جوبایډن فشار اچوي چې اوکراین ته اېف 16 جنګي جهازونه ورکړي.

د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز پېنځو غړو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ صدر بایډن ته لېږل شوي خط کې وویل چې جدید جنګي جهازونه چې اوکراین یې غوښتنه کوي، خو واشنګټن لا نه ده منلې، د اوکراین د فضايي حدودو په تحفظ کې سږ کال فېصله کن کردار ادا کولی شي. صدر بایډن ته د کانګرس د غړو دغه خط د امریکې پولېټېکو مجلې هم کتلی دی.

قانون سازانو دا هم وویل چې اوکراین ته جنګي جهازونه ورکول ځکه هم ضروري دي چې روس نوي حملې شروع کړي دی. د اوکرایند هوايي پوځ ترجمان کرنل یورییف اېګنټ وي او ای ته وویل چې په ځمکه او په هوا کې برتري ترلاسه کولو دپاره اوکراین جدید جنګي جهازونو ته بېړني ډول ضرورت لري.

د امريکې د دفاع وزارت، پېنټګان، اعلان وکړو چې هغه اوکرایني عسکر چې امریکايي ځواکونه ورته په جرمني کې تربیت ورکوي، زدکړې يې سر ته ورسولې او اوس به د اوکرایني عسکرو بله ډله تربیه شروع کوي.

د امريکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن د جمعې په په جرمنی کې د اوکراین عسکرو ته تربیت مرکز دوره وکړه.

د پېنټګان ترجمان وویل د 635 اوکرایني عسکرو ډلې تربیه سر ته ورسولو او اوس به 710 نور اوکرایني ځواکونه تربیه شروع کوي.

یادونه: د دې خبر څه معلومات د وي او ای او ځینې د روېټرز، ای پي او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

رپورټونه: ټي ټي پي د کراچۍ پولیس په دفتر حمله منلې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00