شاته

خېبر:د نایاب نسل د دوؤ پړانګانو په وژنه کې ککړ تن پولیسو نیولی دی

د خېبر پښتونخوا دقبایلي ضلعې خېبر په لرې پرته سیمه تېراه کې دنایاب نسل د دوؤ پړانګانو په وژنه کې ککړ دوه کسان پولیسو نیولي اؤ د وژل شوؤ پړانګانو مړي یې هم پخپله ولکه کې اخستي دي.

دخېبر پښتونخوا دځنګلونو،ځنګلي ژوند اؤ چاپیریال ساتنې محکمې پخپل ابتدایي رپورټ کې ویلي چې دیادې محکمې سیمه ییزو مامورینو ته سیمه کې د دوؤ پړانګانو دبچو د وژل کیدو اطلاع رسیدلې وه.

رپورټ کې ویل شوي کله چې دځنګلونو دمحکمې چارواکي اؤ پولیس سیمې ته ورسیدل نو دغلته ورته د وژل شوؤ پړانګانو مړي په لاس ورغلل.

چارواکي وایي ددغو پړانګانو د وژلو په جرم دسیمې څخه دوه کسان نیول شوي دي.

نیول شوؤ کسانو کې د پړانګانو د وژونکي تن پېژندګلو د ثابت خان په نوم شوې ده اؤ هغه پولیسو ته ویلي چې دغو پړانګانو به دخلکو دکورونو څاروي ماتول اؤ انسانانو ته ترې د زیان رسېدو خطره هم محسوسېده نو ځکه هغه دا پړانګان وژلي دي.

د ډاڼ ورځپاڼې د رپورټ له مخې دتېراه د ډیره ادم خیل سیمې اوسیدونکي دغه تن ویلي هغه ته نه وه معلومه چې ګنې دا پړانګان دي اؤ وایي کله چې هغه دا پړانګان وژل نو فکر یې کولو چې ګنې دا چرته غټ پیشوګان دي.

په ټولنیزو رسنیو هم د وژل شوؤ پړانګانو ویډیو ګانې خپرې شوې دي چې پکې لیدل کیږي پولیس اؤ څه عام خلک د وژل شوؤ پړانګانو نه راټول دي اؤ دپړانګانو بچي په زمکه مړه پراته دي.

په ویډیو کې اوریدل کیږي چې یو تن وایي دې پړانګانو څلور بېزې،یوه غوه اؤ نور څاروي مات کړي اؤ چې دکلي خلک یې په ژوندي نیولو ونه توانېدل نو وئ وژل.

د خېبر ډویژن دځنګلي ژوند دمحکمې یو افسر عبدالحلیم انډیپنډنټ اردو نومې ویب پاڼې ته ویلي چې د وژل شوؤ پړانګانو عمرونه ډیر کم دي اؤ په ظاهره داسې نه بریښي چې ګنې دوئ به په څاروؤ دحملې جوګه وي.

هغه ویلي ددې پړانګانو په وژنه کې ککړ تن نیول شوی اؤ پرضد به یې دقانون مطابق ګامونه اخستل کیږي.

هغه ویلي ځنګلونو ډير په چټکتیا سره په ختمیدو دي اؤ انسانانو د ځناورو داستوګنو سیمې ته خپله استوګنه ور وړې ده نو په داسې حال کې به خامخا ځناور دانسانانو ابادۍ ته مخه کوي.

عبدالحلیم بیا وایي چې که کله دا ځناور د ابادۍ منځ ته ورځي نو د وژلو پځائ یې ضروري ده چې خلک پرې د اړونده محکمې چارواکي خبر کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

رپورټونه: ټي ټي پي د کراچۍ پولیس په دفتر حمله منلې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00