شاته

سروی: په اميګرېشن د امریکایانو اعتماد په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو ټيټې درجې ته رسېدلی 

د ګېلپ ادارې نوي سروی موندلي چې په امیګرېشن د امریکایانو اعتماد په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو کښته درجې ته رسېدلی دی.

په سروی کې برخه د برخه اخیستونکو 63 فیصد خلکو د امریکې په امیګرېش یا مهاجرت د عدم اطمینان اظهار وکړو، یعني په سلو کې 63 کسان د اميګرېشن نه نه وو مطمین.

ګېلپ دغه سروی د جنورۍ د میاشت د دویمې نېټې نه تر د 22 نېټې پورې وکړه. اداره دا ډول سروی یا نظر پوښتنه د 2001 راهسې هر کال کوي.

د تېر کال د جنورۍ په میاشت کې د اميګرېشن په اړه د امریکایانو د اطمینان شرح 34 فیصد وه.

د ګېلپ ډرېکټرې لېډیا ساد وي او ای ته وویل د کوېډ شروع کېدو راهسې چې د امریکې په سرحد څه کېږي او امریکې ته په غیرقانوني توګه د غیرملکیانو په راتګ کې زیاتوالي امریکایان اندېښمن کړي او د دې عکاسي په سروی کې کېږي.

په سروی کې موندل شوي چې د امريکې دواړه سیاسي ګوندونه، واکمن ډېموکرېټک او د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ غړي، امریکې ته اميګرېشن د کمېدو حمایت کوي خو د امیګرېشن زیات مخالفین د رېپبلېکن پارټۍ دي.

د سروی ترمخه 71 فیصد ریپبلېکنز وايي امریکې ته د خلکو د امیګرېشن شرح ډیره زیاته ده. تېرکال د 69 فیصد ريپبلېکنز دغه نظر و.

اميګرېشن ته د ډېموکرېټک پارټۍ د غړو په مخالفت کې هم اضافه شوې ده. په تازه سروی کې 19 فیصد ډېموکرېټکس په امیګرېشن کې د اضافې مخالفت وکړو. تېر کال دغه شرح 11 فیصد او اړوم کال 11 فیصد وه.

هغه امریکایان چې ځانونه انډيپېنډنټ یا د یوې سیاسي پارټۍ سره هم تړون نه لري، د امیګرېشن د مخالفت شرح یې تېر کال د 32 فیصد نه سږ کال 35 فیصد ته رسېدلې ده.

د زیات عمر امریکایانو د امیګرېشن د مخالفت شرح هم زیاته شوې او 55 فیصد امریکایان چې عمرونه یې 55 کاله یا د دې نه زیات دي غواړي چې امریکې ته دې د خلکو د راتګ شمېره کمه کړی شي.

د ګېلپ چارواکي مېرمن ساد وویل په سروی کې د برخه اخیستونکو امریکایانو نه د اميګرېشن د قانونیت یا د غیر قانونیت په اړه پوښتنه نه وه شوي بلکې پوښتنه دا وه چې ایا امریکایان د امیګرېشن نه مطمین دي او که نا؟

که څه هم د اميګرېشن په اړه د عدم اطمینان په سطح کې اضافه شوې، خو سروی وايي امریکایانو زیاته توجه نورو مسلو ته ورکوله چې پکې د ښځو حقوق، د مختلفو نسلونو ترمنځ تعلقات، وسلې، د صحت خېرښېګړه او ماحول.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د سرحد د حفاظت ادارې یواېس بارډر پروټېکشن، سي بي پی، شمېرې ښښي چې د تېر کال د اکتوبر د لومړۍ نېټې نه د 2023 مالي کال د شروع کېدو راهسې د امریکې او د مېکسیکو په پوله 874449 کډوال د امریکايي چارواکو سره مخامخ شوي دي چې 264963 پکې د متعلقه قانون دلاندې په سمدستي ډول بېرته ستانه کړی شوي دي.

ځينې کډوالو امريکې ته په غیرقانوني ډول د راننوتلو څو څو ځله کوښښونه کړي دي.

په مالي کال 2022 کې سي بي پي د 2.3 مېلین کډوالو سره مخامخ شوي وه چې یو مېلین کسان پکې په سمدستي ډول ستانه کړل شوی او د 1.3 مېلین نورو کسانو په خواستونو په چټکتیا کار وکړی شو چې معنا یې دا ده چې یا ورته په امریکا کې د پناه غوښتلو اجازت ورکړی شو او یا بېرته مېکسیکو او یا خپلو ابايي ملکونو ته ولېږل شوو.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې الېني بېرو د رپورټ نه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

رپورټونه: ټي ټي پي د کراچۍ پولیس په دفتر حمله منلې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00