شاته

عمران دچهارشنبې د ورځې نه د "زندان ډک کړئ" تحریک پیل کولو اعلان کړی

د تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران دچهارشنبې له ورځې د "زندان ډک کړئ" تحریک پیل کولو اعلان کړی اؤ ویلي یې دي دوي که څوک له زندانونو ویروي نو نه ویریږي اؤ پخپله زندانونو ته ورځي.

خو ددفاع وزیر خواجه اصف بیا دعمران خان د "زندان ډک کړئ" تحریک اعلان یو فرمایشي پروګرام بللی اؤ ویلي یې دي عمران خان یو خوا جیل ته دتګ له ویرې عدالتونو نه خپل ضمانتونه کوي اؤ بلخوا وایي چې مونږ زندانونه ډکوؤ.

دجمعې په ورځ پخپل یو ویډیو بیان کې عمران خان ویلي هغوي به د22مې فرورۍ نه د"زندان ډک کړئ" تحریک دلاهور څخه پیل کوي.

هغه ویلي دایین له مخې په 90 ورځو کې انتخابات اړین دي اؤ که چرې دا 91 ورځو ته هم اوړي نو معنا یې داده چې بیا به نګران حکومتونه غیر اییني وي.

هغه ویلي چیف الیکشن کمشنر ته معلومه ده چې داسمبلۍ ختمیدو نه وروسته په 90 ورځو کې انتخابات ضروري دي خو دا یوه خطرناکه خبره ده چې هغه دانتخاباتو کولو نه معذوري ښکاره کوي.

هغه وویل خبرې کیږي چې الیکشن لپاره به پولیس نه وي، پوځ به نه وي خو وایي که چرې عدلیه په ایین نه شي باوري کولی نو تر دې غټه بربادي به بله نه وي.

دعمران خان په وینا کوم ملک کې چې دقانون واکمني ختمه شي نو هلته انصاف ختمیږي اؤ هغه وایي حکومت د انتخاباتو نه ویریږی ځکه نو زور یې لګولی دی چې انتخابات ونه شي.

هغه وویل بیا بیا وایي چې حکومت سره مینډیټ نه شته اؤ ملک نه شي چلولی.

"دوي وایي مونږه سختې فیصلې وکړې ،څه سختې فیصلې یې کړې دي؟ایا دې حکومت دنرخونو لوړولو سختې فیصلې کړې دي،ایي ایم ایف مونږ ته هم ویلي وؤ چې نرخونه باید وخېژوؤ، دوي هرڅه ګران کړل،د ولس ملاګانې یې ماتې کړې "

هغه ویلي هرګله چې هیواد کې ماحول وي نو معاشي پالیسۍ جوړیږي خو تر ټولو مهمه دقانون واکمني وي ، نن خلک دبینکونو نه ډالر نه شي راویستی اؤ بهر میشتي پاکستانیان هم خپلې پیسې پاکستان ته نه رالیږي.

هغه په حکومت تور لګولی چې غواړي په ټولټاکنو کې ټګي وکړي اؤ دوي(پي ټي‌ ایي) له انتخاباتو لپاره دکم وخت ورکولو‌ په هڅه کې دي خو وایي دوي به کله هم حکومت پرې نه ږدي چې انتخابات غلا کړي.

دعمران خان لخوا د زندان ډکولو دتحریک په اعلان خپل غبرګون کې دهیواد ددفاع وزیر خواجه اصف ویلي څوک چې زندان ته تلل غواړي نو هغه دعمران خان په څېر فرمایشي پروګرام نه کوي.

دجیو ټي وي یو پروګرام کې دخبرو په مهال خواجه اصف ویلي زندان ته چې څوک تلل غواړي نو هغه دنوازشریف پشان وي چې لندن نه دخپلې لور سره یو ځاي راغلو اؤ جیل ته لاړو.

هغه وویل عمران خان خو جیل ته دتګ له ویرې عدالتونو نه ضمانتونه کوي که چرې دی پخپل اعلان کې ریښتونی وي نو وړومبی دی پخپله زندان ته لاړ شي ترڅو یې پلویانو سره هم یو دلیل خو په لاس کې وي چې مشر یې زندان ته لاړو.

عمران خان په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې خپل حکومتونه مات کړي اؤ هم یې دګوند غړو دقامي‌اسمبلۍ د غړیتوب نه استعفاګانې ورکړې دي اؤ اوس هیواد کې دنوو انتخاباتو غوښتنه کوي.

خو حکومت وایي چې انتخابات به پخپل وخت کیږي اؤ تر دې مهاله یې دانتخاباتو لپاره نیټه نه ده اعلان کړې.

دالیکشن کمشن وینا ده چې دانتخاباتو لپاره ورته حکومت دپیسو،عدلیې دخپلې عملې ا‌ؤ پوځ د عسکرو ورکولو نه انکار کړی دی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

رپورټونه: ټي ټي پي د کراچۍ پولیس په دفتر حمله منلې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00