شاته

م م:په ښځو دبندیزونو له امله خیریه ادارې افغانستان کې خپل فعالیتونه محدودولی یا ختمولی شي

ملګرو ملتونو ويلي چې په افغانستان کې د مدني ټولنې يو شمېر بنسټونه وايي که دوی ښځې په کار کې ونه لري نو يا خو به خپل فعاليتونه کم کړي او يا به یې په بشپړ ډول وتړي.

سازمان وايي چې د ژوند ژغورنې د خدماتو وړاندې کولو لپاره په ادارو کې د ښځو کردار اړين دی.

کارپوهان وايي اوس مهال په افغانستان کې دمدني ټولنې فعاليتونه کمېدل يا ځنډېدل به په دغه هېواد کې د بې وزلۍ او فقر کچه نوره هم سېوا کړي.

دوی وايي په هېواد کې د اقتصادي بحران او بشري ناورين د مخنيوي لپاره د بهرني امداد ترڅنګ د هېوادوالو لپاره د معاش ګټلو زمينه برابرول ډيره مهم ده۔

په افغانستان کې د طالبانو له خوا په غېر دولتي موسساتو کې د ښځو په کار د بندېز په اړه ملګرو ملتونو په ټوېټر ويلي چې په دغه هېواد کې د مدني ټولنې 93 فيصدي بنسټونه وايي که ښځو ته د ملازمت ورکولو توان ونه لري نو خپل کارونه به کم يا په بشپړه توګه پای ته ورسوي۔

په جرمني کې مېشت د سياسي چارو افغان شنونکی قريب الرحمان شهاب وي او ای ډيوه ته وايي د مدني ټولنې د بنسټونو فعاليتونو کميدو له وجي به په دغه هېواد کې د ضرورتمندو او بې وزله خلکو مشکلات نور هم سېوا شي۔

"چېرته چې د دوی فعاليتونه کمېږي يا ممکمل بندېږي نو دا به له شک پرته د افغان ټولنې هغه وګړي ډير زيات متاثره کړي چې دندې نه لري او د دغو سازمانونو مرستو ته په تمه دي"

تېر کال د دسمبر په 24مه طالبانو د يوې اعلاميې د لارې په ملکي او غېر ملکي موسساتو کې د ښځو پر کار کولو بندېز ولګولو.

د ملګرو ملتونو د يو اين وومن څانګې ترمخه دا ګام په افغانستان کې يو شمېر انساني او معاشي بحرانونه يوځای کوي چرته چې 11،6 ميلينه مېرمنې او جينکۍ روان کال بشري مرستو ته اړتيا لري او 97 فيصده ابادي د فقر د کرښې نه دلاندې تګ خطر سره مخ ده.

قريب الرحمان زياته کړه که طالبان خپلې فېصلې هم دا شان وساتي نو دې سره به افغانستان د نړې د پاملرنې څخه محرومه شي او ددې ترڅنګ په هېواد کې به جرمونه هم سېوا شي.

"دوېم مشکل دا دی چې په خلکو کې د جرمونو، فقر او بې کارۍ ګرافونه په يو وخت کې لوړېږي او دا ټول هر وخت هر يو حکومت ته سرخوږس کېدلی شي"

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر اوچا پخپل وروستي راپور کي ويلي چې په هېواد کې 17 ميلينه خلک د سختې لوږې سره مخ دي.

د اقتصادي چارو پوهان وايي اوس مهال په افغانستان کې د مرسته کوونکو ادارو فعاليت زيات مهم دی، دوی وايي بايد طالبان او نړيواله ټولنه د افغان ولس په خاطر د يوبل سره تعامل وکړي.

په هندوستان کې مېشت د اقتصادي چارو افغان شنونکی ذبيح الله راسد وايي چې په افغانستان کې د بشري ناورين د مخنيوي او په خېريه بنسټونو تکيه کمولو دپاره په هېواد کې د خلکو لپاره کاري زمينه برابرول مهم دي.

"ضروري ده چې د افغانستان په داخل کې داسې پروژې پېل شي چې خلکو ته پکې کاري زمينه برابره شي او هم دا رنګه په افغانستان کې د سرمايه ګزارۍ لپاره مناسب چاپېريال برابر شي او نړيوال تجارت ورسره سېوا کړل شي ترڅو خلک په خپله دخپل مصروفيت او خپل کاروبار له طريقه خپل مشکلات حال کړي"

د طالبانو له خوا دجينکو او مېرمنو په تعليم او په اين جي اوز کې د ښځو په کار د بندیز پریکړو ته په نړيواله کچه غبرګون ښودلی شوی او د مغربي نړۍ ترڅنګ اسلامي هېوادونو هم دغه ګام غندلی دی.

نړيواله ټولنه د طالبانو څخه غوښتنه کوي چې ‌ دغو پرېکړو ته بیا کتنه وکړي خو دطالبانو له خوا لا تر دې دمه دغه پرېکړې بېرته نه دي اخيستل شوي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

رپورټونه: ټي ټي پي د کراچۍ پولیس په دفتر حمله منلې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00