شاته

کراچۍ: د پولیسو په مرکز ډله ییز برید شوی، دوه پولیس اؤ دوه ترهګر وژل شوي، نښته روانه ده

دپاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې ترهګرو دپولیسو په مرکز ډله ییز برید کړی چې دسیند صوبې د وزیراعلا له مخې په دې برید کې تر اوسه دووه پولیس، یو عام تن اؤ دوه ترهګر وژل شوي دي.

دا پېښه د جمعې په ماښام په شارع فیصل د کراچۍ د پولیسو په دفتر شوې چې دغلته مهم لوړپوړي چارواکي دفترونه لري.

د کراچۍ پولیس سرچینې وایي د اتوو نه تر لسو ترهګر دپولیسو مرکز ته ورننوتلي اؤ هلته یې ناتاره ډزې کړې دي.

پاکستاني رسنۍ وایي دپېښې په ځائ کې دچاودنو درانه غږونه هم اوریدل شوي دي.

دسیند صوبې وزیراعلا ښاغلي مراد علي شاه رسنیو ته ویلي دپولیسو ترڅنګ،دپوځ اؤ رینجرز ځواکونه هم دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ ترهګرو نه یې ګیره تاو کړې ده.

د وزیراعلا په خبره تر دې مهاله هغه ته ډزو کې د دوؤ پولیسو،یو عام تن اؤ دوؤ ترهګرو د وژل کیدو اطلاع ورکړل شوې ده اؤ وایي څلور تنه نور ژوبل دي چې د یو تن حالت پکې مرګونی دی.

دکراچۍ دپولیسو مشر جاوید عالم اوډهو رسنیو ته ویلي برید دهغه په دفتر شوی دی اؤ وایي پولیسو د ترهګرو سره سخته نښته پیل کړې ده.

بیلابیلو رسنیو سره خبرو کې هغه ویلي چې په دغه ودانۍ کې دبرید په مهال د40ؤ نه تر50ؤ پورې کسان موجود وؤ.

وزیراعلا مراد علي شاه وویل چې په کومه ودانۍ برید شوی دا پینځه پوړیزه ده اؤ تر دریم پوړ وداني دترهګرو نه پاکه کړل شوې ده.

هغه وایي في الحال دحکومت اؤ امنیتي ځواکونو ټوله هڅه داده چې دا برید په ډیر محتاط ډول ناکام کړي اؤ دغلته لکه دپېښور دپولیسو دمرکز پشان زیاته مرګ ژوبله وانه وړي.

ددې برید نه وړاندې په 30مه جنورۍ هم دپېښور په پولیس لاین کې یو ځانمرګي برید شوی ؤ چې وړومبې پکې حکومت د 102 کسانو د مړینې اؤ د 200نه د زیاتو کسانو د ژوبل کیدو پخلی کړی ؤ خو وروسته بیا پولیسو وویل چې دې برید کې 84 کسان وژل شوي چې زیاتره پولیس وؤ.

دپېښور دځانمرګي برید پړه دپاکستاني طالبانو یوې ډلې پغاړه اخستې وه خو د کراچۍ دپولیسو په مرکز دشوي برید پړه لا چا په سمدستي توګه پغاړه نه ده اخستې .

ددې رپورټ تر چمتو کیدو دکراچۍ دپولیسو په مرکز کې دامنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمنځ په دمه دمه ډزې روانې وې اؤ سرچینې وایي چې دمړو اؤ ژوبلو په شمیر کې نوره اضافه هم کیدای شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00