شاته

چارواکي: د کراچۍ پولیس په مرکز حمله کې اووه کسان وژل شوي، ځواکونو مرکز بېرته ونیولو  

د پاکستان تر ټولو لوی صنعتي ښار کراچۍ کې د پوليسو په مرکزي دفتر د فېبرورۍ د 17 نېټې په ماښام د مسلح کسانو د حملې سره سمه شروع شوې جګړه د شپې ناوخته ختمه شوه او چارواکو وویل امنیتي ځواکونو د پولیس مرکز بېرته ونیولو او په جګړه کې درې حمله کونکي او څلور نور کسان ووژل شوو.

د سیند صوبې وزیراعلا مراد علي شاه د شپې شا او خوا یولس بجې خبریالانو ته وویل د پولیس په مرکز حمله د درېو ترهګرو په وژلو پای ته ورسېدله.

وزیراعلا وویل “زمونږ د معلوماتو ترمخه درېو ترهګرو بريد کړی وو زمونږ د پولیس ځواک، رېنجرز او پوځ په مرسته درې واړه ترهګر وژل شوي دي ودانۍ پاکه کړی شوې ده.

هغه وویل د پولیس په مرکز بريد کې د دوو پولیس په شمول یو د رېنجر عسکر او یو ملکي تن وژل شوی دی

د مطبوعاتي راپورونو ترمخه د برید زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده.

د کراچۍ د پوليس مرکزي دفتر د کراچۍ په مرکزي شاهراه فېصل سړک موقعيت لري. د برید او وسله والو ضد عملياتو په مهال شاهراه فېصل سړک تر څو ساعتونو بند کړی شوی وو

په پېښه کې ژوبل او مړه شوي د پوليس دفتر سره نزدې د ښار مرکزي جناح روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

روغتون ته د وړل شوو مړو او ژوبلو په اړه د جناح روغتون مرستیالې مشرې ډاکټر شهنيلا وویل، روغتون ته ټول 22 کسان راوړل شوي چې پکې څلور مړه او نور ژوبل دي. هغې ووېل د زخمیان درملنه دوام لري.

ډاکټر شننیلا وویل د یو زخمي تن روغتيايي حالت سخت دید هغه عمليات کولی شي او په ژوبلو کسانو کې پوليس رېنجرز او نور شامل دي چې پکې عام کسان هم شامل دي.

د بريد په اړه پولیس چارواکو ویلي، وسله وال ترهګر په موټر راغلي اول یې د ودانۍ په ګېټ ولاړ پوليسو باندې ډزې وکړي او بيا دننه ننوتل. چارواکو زياته کړه د برید سره سمدست د دفتر وداني پوليسو په ګېره کې واخستله.

پولیس وویل په بريد کوونکو کې يو تن په ځان پورې تړلو د چاودېدونکو موادو چاودنه وکړه او دوه نور امنیتي ځواکونو سره په ډزو کې ووژل شوو.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف د پوليسو په مرکزي دفتر د برید غندنه کړې او د حملې په ناکامولو یې د پوليس او امنيتي ادارو ستاينه کړې ده.

شهباز شريف ويلي، پاکستان به نه یواځې ترهګري د جرړو نه اوباسي بلکې ترهګر به انجام ته ورسول شي.

په کراچۍ کې د پوليسو په مرکزي دفتر د بريد نه وړاندې په 30 جنورۍ پېښور کې په پوليس لاين کې ځانمرګی برید شوی د 100 نه زيات کسان پکې وژل شوي چې زياتره یې پوليس وو په یاده پېښه کې د 200 نه زيات کسان ژوبل شوي هم وو.


  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00