په کراچۍ کې د پولیسو پر مرکز برید کې مرګ ژوبله اوښتې
د جمعې په شپه فبرورۍ ۱۷ (سلواغې ۲۸) د پاکستان په بندري ښار کراچۍ کې د پولیسو په یو مرکز وسله وال برید شوی دی. دا برید یوازې څو اونۍ وروسته له هغه کیږي چې په پیښور کې د پولیسو په یو جومات باندې په بمي چاودنې کې څه دپاسه ۸۰ تنه پولیس افسران وژل شوي وو.
پاکستاني طالبانو ویلي دي چې د دوی یو ځان وژونکي بریدګر د کراچۍ د پولیسو په دفتر باندې چې په لسګونو اداري او د استوګنې ودانۍ لري، برید کړی دی.
د سند یو ولایتي چارواکي فرانس پرس ته وویل، د پاکستاني طالبانو پدغه برید کې لږ تر لږه اوه کسان د دریو ځانمرګو بریدګرو په ګډون وژل شوي دي.
د سیند د حکومت ویاند مرتضی وهاب صدیقي اژانس ته وویل، "په برید کې څلور کسان وژل شوي، چې په کې دوه پولیس، یو رینجر او یو د حفظ الصحې کارکونکی شامل دي." هغه زیاته کړه: "عملیات د دریو ترهګرو په وژلو سره پای ته ورسیدل."
د کراچۍ په جناح روغتون کې یوې سرچینې فرانس پرس اژانس ته ویلي چې دوه ټپي شوي امنیتي افسران - یو پولیس او یو رینجر – دې روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوي وو.
د امریکاغږ ډیوه رادیو خبریال د سیند صوبې د وزیراعلی له قوله دمخه ویلي وو چې په دې برید کې تر اوسه دوه پولیس، یو عام تن او دوه ترهګر وژل شوي دي.
د کراچۍ د پولیسو سرچینې ویلي چې د اتوو نه تر لسو ترهګر د پولیسو مرکز ته ورننوتلي او هلته یې ډزې پیل کړې دي.
پاکستاني رسنۍ وایي د پېښې په ځای کې د چاودنو درانه غږونه هم اوریدل شوي دي.
دسیند صوبې وزیراعلا ښاغلي مراد علي شاه رسنیو ته ویلي د پولیسو ترڅنګ، د پوځ اؤ رینجرز ځواکونه هم د پېښې ځائ ته رسیدلي او ترهګر یې محاصره کړي دي.
د هغه په وینا تر دې مهاله هغه ته په ډزو کې د دوو پولیسو، یو عام وګړي او دوو ترهګرو د وژل کیدو اطلاع ورکړل شوې ده. هغه وایي څلور تنه نور ژوبل دي چې د یو تن حالت پکې مرګونی دی.
بیلابیلو رسنیو خبر ورکړی چې د برید پر مهال له ۴۰ څخه تر ۵۰ تنو پورې کسان په ودانۍ کې موجود وو.
ددې برید نه وړاندې په د جنورۍ په ۳۰ د پېښور په پولیس لاین کې په یو جومات ځانمرګی برید شوی و چې لومړی حکومت د ۱۰۲ کسانو د مړینې د څه دپاسه ۲۰۰ تنو د ټپي کیدو پخلی کړی و، خو وروسته بیا پولیسو وویل چې پدې برید کې ۸۴ کسان وژل شوي چې زیاتره پولیس وؤ.
د پېښور د ځانمرګي برید پړه د پاکستاني طالبانو یوې ډلې په غاړه اخستې وه.