شاته

یو ایس ای پي: امکان نه لري چې افغان طالبان د ټي ټي پي ملاتړ پرېږدي

واشنګټن ــــ د امریکې د سولې انسټیټیوټ څېړونکي وایي‌ داسې نه ښکاري چې په افغانستان کې واکمن طالبان به د پاکستاني طالبانو له ملاتړه لاس واخلي ځکه چې وایي دوی فکر کوي چې اقتصادي ستونځې به د ټي ټي پي خلاف د پراخو عملیاتو لپاره د اسلام اباد مخه ونیسي.

د یو ایس ای پي له خوا د فرورۍ په 14مه د څېړونکو په بحث کې خبرداری ورکړل شوی چې د پاکستان د اقتصادي بحران او په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له کبله د پاکستاني طالبانو تحریک یو ځل بیا د یو لوی خطر په توګه را مخې ته شوی دی.

په بحث کې د پاکستان پر پالیسیو د طالبانو د حکومت وروستیو نیوکو ته په اشارې سره په «یو ایس ای پي» کې د افغانستان د چارو څېړونکي اینډریو واټکینز ویلي، د پاکستان له سخت فشار سره سره د افغان طالبانو غیرسفارتي بیانات د هغوی اراده ښکاره کوي چې د ټي ټي‌ پي ملاتړ ته دوام ورکړي. واټکینز وایي:

"امکان نه لري چې افغان طالبان د ټي ټي پي د ملاتړ په اړه خپل سټرېټیجیک دریځ بدل کړي. د [پېښور] تر برید څو ورځې مخکې او تر هغه څو اوونۍ مخکې د دوی عام پیغامونه تقریباً له انحرافه ډک وو چې د برید ډېره کمزورې غندنه یې کړې وه او پاکستان یې په خپلو پولو کې دننه د ترهګرۍ ذمه وار بللی وو".

اینډریو واټکینز پخپلو خبرو کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي هغو خبرو ته اشاره کړې چې په افغانستان کې د پېښور د برید د پلانېدو تورونو ته په جواب کې یې د پاکستان دوو مرکزي وزیرانو ته ویلي وو، چې پر افغانستان دې تورونه نه لګوي بلکې پخپله دې د پېښور د برید کره پلټنه وکړي.

ښاغلي ‌واټکینز د یو ایس ای پي په بحث کې وویل، د طالبانو امنیتي چارواکو له خوا په جنورۍ کې په ځایي مطبوعاتو کې یو یادداشت خپور شوی وو چې وایي په هغه کې د روزنې د کېمپونو په اړه معلومات وړاندې شوي.

واټکینز وایي په هغه یادداشت کې دعوه شوې چې دغه کېمپونه په پاکستان کې دي او د پاکستان امنیتي ادارې یې ملاتړ کوي چې پکې د داعش په زرګونو جنګیالي په افغانستان کې د بریدونو لپاره تیاري کوي:

"د ټي‌ ټي پي لپاره د دوی د ملاتړ له دعوو سره د مخامخ کېدو په اړه د طالبانو غبرګون د جوابي تورونو بڼه لري او دا د [ټي ټي پي] له ملاتړه د لاس اخیستو نخښه نه ده".

د یو ایس ای پي په بحث کې ویل شوي چې د طالبانو دا ډول بیانونه د ټي ټي پي د کسانو په اړه د ملګرو ملتونو د چارواکو او نورو څارونکو له افسانوي رپوټونو سره سمون خوري چې وایي دوی په ازادۍ سره د افغانستان په ښارونو کې ګرځي او هلته تجارت کوي.

د یو ایس ای پي په بحث کې ویل شوي چې کوم څوک کندهار ته لاسرسی لري د هغوی رپوټونه ښیي چې د طالبانو امیر [ملا هبت الله اخوندزاده] او د هغه نیژدې سلاکاران به "په نظریاتي بنیادونو د ټي ټي پي ملاتړ پرې نه ږدي."

د امریکې د سولې انسټیټیوټ یو بل څېړونکی اسفندیار میر وایي تحریک طالبان ته د پاکستان عکس العمل یو بل مهم شی هم اغېزمنولای شي چې وایي هغه د دغه هېواد خراب اقتصاد دی، چې وایي‌ د ډیوالیه کې پر څنډه ولاړ دی. اسفندیار میر وایي:

"دا د پاکستان پوځي واک محدودوي. پاکستان کولی شي بریدونه وکړي او په هیواد کې دننه دفاعي اقدامات ترسره کړي، خو [د ټي ټي پي خلاف] د لوړې کچې د دوامداره کمپاین لپاره وسایل نه لري".

په بحث کې ویل شوي‌ چې په پاکستان کې د سیاسي ډلو له خوا د ترهګرۍ د وروستۍ څپې په غبرګون کې دا فشار مخې ته راغلی چې وایي "پوځ د ترهګرۍ د بیا را ژوندي کېدو دسیسې جوړوي چې واک ته د عمران خان د بیرته راستنېدو مخه ونیسي او د امریکې مرستې تر لاسه کړي."

یو ایس ای پي وایي د ټي ټي پي د تشدد زیاتېدونکی کمپېن د دوی هغه فعال سیاسي او مادي قوت ښکاره کوي چې د دوی په سیاسي یووالي، د روزل شویو جنګیالیو، ځانمرګو برید کوونکو او وسلو په پراختیا کې لیدل کېږي.

په بحث کې دا خبره هم په ګوته شوې چې د طالبانو څو مشرانو په ځانګړې توګه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج حقاني د پاکستان په غوښتنه د تحریک طالبان پاکستان مخه نیولې ده،، خو وایي بیا هم په طالبانو کې د نظر اختلاف د ټي ټي پي په ګټه دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00