شاته

د ملګروملتونو سرمنشي: هيڅوک بايد د زده‌کړو له فرصته بې‌برخې نه‌شي

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي وايي، په نړۍ کې د ۲۲۲ ملیونه نجونو او هلکانو د زده‌کړو بهیر د نښتو، طبیعي پېښو او اقتصادي ستونزو له امله اغېزمن شوی چې له ډلې یې له ۷۸ ملیونه زیات اصلا ښوونځيو ته نه‌ځي.

يوه مېرمن چې په کابل ښار کې اوسېږي او د پنځو ماشومانو مور ده وايي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته يې څلور لوڼې او يو زوى ښوونځي ته له تلو بې‌برخي شوي دي.

دا چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "د اقتصادي ستونزو ، شا په شا ګواښونو او نا امنۍ له امله مې ماشومانو خپلو زده‌کړو ته دوام ورنه‌شو کړای، له کومې ورځې چې امارت راغلی، لوڼې مې په کور کې دي او زوی مې چې د ښوونځي په درېیم ټولګي کې وو، هغه هم له زده‌کړو پاتې دی."

زوی مې چې د ښوونځي په درېیم ټولګي کې وو، هغه هم له زده‌کړو پاتې دی."

په همدې حال کې یوه مدني فعاله زهره واحد اختري وايي، د امنیتي ستونزو له امله له افغانستانه وتلې او پاکستان ته تللې ده.

د اغلې اختري په وینا، د ملګرو ملتونو د ملاتړ کارت نه درلودو له امله، ان د هغې ماشومان په پاکستان کې د زده‌کړو حق نه‌لري.

نوموړې وايي: "زه دې ته اړ شوم چې له افغانستانه ووځم او پاکستان ته راشم، دلته هم زموږ ماشومان ښوونځي کې نه شاملوي، ځکه د سازمان کارت نه‌لرو او نه‌شم کولای چې ماشومان مې ښوونځي ته ولېږم."

په افغانستان کې د امنیتي او د کډوالۍ پر ستونزو سربېره فقر او بې‌وزلي هم یو له هغو مهمو لاملونو څخه ده چې له امله يې ماشومان له زده‌کړو بې برخې شوي دي.

کبرا د کابل ښار یوې اوسېدونکې ازادي راډیو ته وویل: "وړکی زوی مې ډېر ناروغ دی. مغزي سکته یې کړې. خاوند مې ۷۴ کلن دی. حالت مې ډېر خراب دی. د خلکو په کورونو کې کار کوم. دوه ماشومان لرم هغوی نه په مکتب کې شاملوی شم نه په کودکستان کې، ځکه چې بوټان یې په کار دي، کتابونه یې په کار دي، بکس یې په کار دی، او زه نه‌شم کولای."

د افغان نجونو يو ښوونځی، ارشيف
د افغان نجونو يو ښوونځی، ارشيف

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سازمان وايي، په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۲۲ ملیونه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي او شاوخوا ۷۸ میلیونه نور د جګړو، طبیعي پېښو او اقتصادي ستونزو له امله اصلا ښوونځي ته نه‌دي تللي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش، د "زده‌کړې نشو ځنډولی" تر نامه لاندې غونډې ته په یوه ویډیویي پیغام کې، په بېړني حالاتو کې د زده‌کړې لپاره د مرستې غوښتنې ملاتړ وکړ او ویې ویل، هیڅوک باید د زده‌کړې له فرصت څخه بې‌برخې نه‌شي.

لسګونه ملیونه نور زده‌کوونکي په ټیټ کیفیت سره زده‌کړې کوي.

نوموړي ويلي: "نن ورځ ٢٢٢ ملیونه زده‌کوونکي د جګړو او د اقلیم بدلونونو له امله له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي او له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي، لسګونه ملیونه نور زده‌کوونکي په ټیټ کیفیت سره زده‌کړې کوي. ٧٨ میلیون تنه ښوونځي ته نه‌ځي. د زده‌کړې لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال وجهي صندوق د دې ځوانو زده‌کونکو لپاره یو فرصت دی. دا بودیجه هر کال زیاتیږي او هغوی ته د باکیفیته زده‌کړو زمینه برابروي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل پیغام کې ویلي، په ۲۰۱۷ کال کې د (زده‌کړې نه‌شو ځنډولی) وجهي صندوق له جوړېدو راهیسې ۸۷ زره ښوونکي روزلي او اووه ملیونه له کړکېچ سره مخ ماشومانو ته یې د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش

د ملګرو ملتونو سازمان په داسې حال کې په ټوله نړۍ کې د هلکانو او نجونو د زده‌کړې د محرومیت په اړه اندېښمن دی، چې له یو نیم کال څخه زیات وخت وشو، چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي او افغان نجونې او ښځې یې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته له تلو منع کړي دي.

که څه هم د طالبانو دغه چلند د افغانستان په دننه او بهر کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي، خو طالبانو لا په دې برخه کې نرمښت نه‌دی ښودلی.

اړوند مطالب