شاته

شمالي وزیرستان: سي ټي ډي دعوه کړې چې د ټي ټي پي څلور وسله وال یې وژلي

د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد پولیس ځواک سي ټي ډي دعوه کړې چې په شمالي وزیرستان کې د لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان وسله والو په سي ټي ډي بريد کړی او په ځوابي ډزو کې بيا څلور ترهګر وژل شوي دي.

سي ټي ډي ويلي تيره شپه د سي ټي ډي قافلې د ميرانشا څخه بنو ته تورن ترهګر منتقل کول او په دغه مهال پرې وسله والو بريد کړی او په ځوابي ډزو کې بيا څلور ترهګر وژل شوي او د پينځه نه تر شپږو پورې نور په تیاره کې په تېښته کې بريالي شوي دي.

سي ډي ټي ویلي د وسله والو په بريد کې تورن ترهګر چې د سي ټي ډي په ګاډي کې وو هغه هم وژل شوي دي او د ترهګرو په بريد کې دوه امنیتي اهلکار ژوبل شوي دي.

د ترهګرۍ ضد پوليسو ويلي، د وژل شوو څلورو واړو ترهګرو تعلق د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره دی. او د وژل شوو کسانو پېژندګلو یې هم ښکاره کړې ده.

ويل شوي په وژل شوو کې ارشاد الله، عبدالرحمان او مهر دين چې د ټي ټي پي د بېلا بيلو ګروپونو سره یې تعلق وو، شامل دي او د څلورم پېژندګلو نه ده شوې، او دوی په امنیتي ځواکونو بريدونو او ترهګرۍ په پېښو کې ککړ پاتې شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان د دې خبر خپرېدو پورې په دغه اړوند څه نه دي ویلي.

په شمالي وزيرستان کې په تېرو درېو ورځو کې په امنيتي ځواکونو درې بريدونه شوي وو، پرون د ګل/دوشنبې په ورځ په ميرانشا کې په پوځيانو ډزې شوې او څلور پوځيان پکې ژوبل شوي وو.

د اتوار/يکشنبې په ورځ د غلام خان تحصيل په ډانډي سيمه کې د يو پوليس افسر په کور ډزې شوې او اته کسان پکې ژوبل شوي چې پکې ښځې او ماشومان شامل وو.

له دغې وړاندې د خالي/يکشنبې په ورځ په کجورۍ سيمه کې ځانمرګی بريد شوی درې پوځيان پکې وژل شوي او 22 نور کسان پکې ژوبل شوي وو، د دغه بريد زمه واري ټي ټي پي منلې وه.

تېره شپه په ډېره اسماعيل خان کې د پوليسو د کوتي په چيک پوسته وسله وال برید شوی، يو پوليس اهلکار پکې ژوبل شوی خو پوليس دعوه کوي چې د سمدستي ځواب سره بريد کوونکي په شا تمبول شوي دي.

تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې ده.

په خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي او په 30 جنورۍ په پېښور کې په پوليس لاين کې دننه په جومات کې ځانمرګی برید شوی د 100 نه زیات کسان پکې وژل شوي او 200 نه زيات پکې وژل شوي وو.

د يادې پېښې وروسته په پېښور کې د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ غونډه شوې او ويلي يې وو د ترهګرۍ پرضد چې څومره لاس ته راوړنې شوي هغه به بيرته د لاسه ور نه کړي او د ولس ساتنه به يقيني کولی شي.

دوه ورځې وړاندې د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي وو، "د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې چې کومه خبره شوې حکومت او د پوځ مشرتابه ویلي. په دې کې هیڅ شک نشته چې د ترهګرۍ نوې څپه راغلې ده او د هغې دپاره ټولې امنيتي ادارې، حکومت او صوبايي حکومتونه چمتو دي او ترهګري به قابو کړی شي".

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00