شاته

پاکستان د آی ام آیف څخه د پور تر لاسه کولو لپاره ۱۷۰ ملیارده کلدارې مالیه لوړوي

وروسته تر هغه چې تیره اوونۍ د پاکستان د حکومت او د پیسو د نړیوال وجهي صندوق تر منځ د ۱.۱ ملیارد ډالر پور پر سر خبرې بې نتیجې پای ته ورسیدې، د پاکستان حکومت چې د نغدو پیسو د سخت کمښت سره مخ دی، پلان لري پخپل ولس ۱۷۰ ملیارده پاکستانۍ کلدارې مالیه لوړه کړي تر څو دغه پور تر لاسه کړي.

حکومتي چارواکي او د اقتصادي چارو کارپوهان پدې باور دي چې دا نوې مالیې به په پاکستان د شیانو نرخونه نور هم لوړ کړي او عام خلک به ډیر زیانمن شي.

سره لدې چې د پاکستان حکومت ټینګار کوي د مالیو دا نوی پروګرام به پداسې بڼې پلی کړی چې بې وزله خلک پکې زیانمن نشي او د هیواد د اقتصاد د ژغورل کیدلو لپاره به یوازې په هغوي مالیه لوړه کړي چې د ورکړې وس یې ولري خو اقتصادي کارپوهان وایي چې د پاکستان ولس به په راتلونکو ورځو کې وګوري چې د شیانو نرخونه لوړ شوي.

د اقتصادي او سیاسي چارو کارپوهان وایي چې د IMF څخه ددې پور تر لاسه کولو لپاره پرته لدې چې د پاکستان حکومت پخپل ولس مالیه لوړه کړي، بله چاره نشته.

سابقه دار پاکستانی اقتصاد پوه احتشام الحق د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي د "پاکستان ولس په راتلونکې کې د سختو شپو ورځو سره مخ دی".

ښاغلی حق پدې باور دی چې د پاکستان د حکومت د مالیو د نوي پروګرام له کبله به به انفلاسیون د ۲۶ څخه ۴۰ فیصدو ته پورته شي خو تر څنګ یې دا هم وایي که حکومت ته د آی ام ایف لخوا پور ورنکړل شي او نور هم وځنډول شي، د عام ولس ژوند به لا تریخ شي.

د صدراعظم شبهاز شریف حکومت دې نغدو پیسو ته سخته اړتیا لري ځکه که په وخت یې تر لاسه نکړي، د پور په بیرته ورکولو کې به پاتې راشي او پداسې حال کې د اقتصادي بحران سره مخ دی چې په هیواد کې د وسله والو بریدونه هم ډیر شوي.


د پاکستان د مالیې وزیر اسحق ډار هم وایي چې متخصصین د مالیو په لوړولو او د برښنا، ګاز او نورو شیانو لګول شوې سبسیدي له منځه وړلو کار کوي چې د آی ام ایف د پور تر لاسه کولو لپاره شرایط پوره کاندي.

پاکستاني چارواکي وایي د چین، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو په ګډون یو شمیر دوستو هیوادونو د شهباز شریف حکومت ته ته د مالي مرستو لپاره سینه ډبولې خو دې ټولو د اسلام آباد نه غوښتي چې د پیسو د نړیوال وجهي صندوق هغه پروګرام دې تطبیق کړي چې په ۲۰۱۹ کال کې دې هیواد ته ورکړل شوی و.

اقتصادي کارپوهان پدې باور دي چې د مالیو د نوي پروګرام له کبله به په پاکستان کې ښایي د ټولو شیانو نرخونه لوړ شي.

پاکستان پداسې حال کې د آی ام ایف څخه د دې پور تر لاسه کولو لپاره مالیه لوړوي چې د بهرنیو شتمنیو اندازه یې ۲ ملیاردو ته ټیټه شوې. پاکستان همدومره نغدې پیسې لري چې یوازې د لسو ورځو لپاره پرې واردات کولی شي.

سره لدې چې صدراعظم شهباز شریف تیره اوونۍ خبرداری ورکړی و چې د هیواد لپاره یې ښایي د پیسو د نړیوال وجهي صندوق شرایط پر ځای کول ګران وي خو په پاکستان کې چارواکي وایي د آی ام اف سره به دا خبرې دوشنبه یا سه شنبه په مجازې توګه پیل شي.

په عین حال کې د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان چې تیر کال د اپریل په میاشت کې پارلمان بې واکه کړ، خبرداری ورکړی چې د اقتصادي بحران له کبله ښایي پاکستان هم د سرې لانکا په شان دیوالي شي.


ښاغلي خان دا خبرداری هم ورکړی چې که پاکستان د پور په ورکولو کې پاتې راشي، نړیواله ټولنه ښایي د اتومي پروګرام پر سر دا هیواد د ژوبلې ګوتې ونیسي.

د پاکستان حکومت پدې خاطر چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق خبرو ته حاضر کړي، تیره میاشت یې په هیواد کې د پټرولیمو نرخ دومره لوړ کړ چې ددې هیواد په تاریخ کې ساری نلري او هم یې د اسعارو د تبادلې په مارکیټ کې د ډالرو د نرخ کنټرولول بند کړل.

له همدې کبله د ډالرو په مقابل کې د پاکستانۍ کلدارو ارزښت په بې سارې توګه ټیټ شو او انفلاسیون هم ۲۷.۶ په سلو کې پورته شو هغه څه چې د ۱۹۷۵ کال راپدیخوا یې په پاکستان کې ساری ندی لیدل شوی.

پاکستان همدارنګه ۱۰ ملیارده ډالر د بودجې کسر لري.

پاکستان د غوړیو، خوراکي موادو، سون موادو، ماشین آلاتو او چای په ګډون ډیر شیان باید د نورو هیوادونو څخه وارد کړي او اقتصاد یې ۳۵۰ ملیارده ډالر دی چې تر ډیره حده په وارداتو ولاړ دی.

په پاکستان کې بانکونو همدارنګه د شیانو، خامو موادو او ماشین آلاتو د وارداتو لپاره باور لیکونه هم صادر نکړل او له همدې کبله په پاکستان کې اقتصادي چارې پڅې شوې.