شاته

بلوچستان: کوهلو کې دوې چاودنې شوي، د اېف سي ځواک دوه افسران پکې وژل شوي دي

د پاکستان د بلوچستان صوبې په کوهلو سیمه کې په بمي چاودونو کې د ايف سي دوه افسران او يو ځایي تن وژل شوی او درې عسکر ژوبل شوي دي.

د چارواکو په وينا په کوهلو ضلع کې نن د جمعې په ورځ [لسمه فرورۍ] دوې جلا جلا چاودنې شوي دي.

د ليويز چارواکو په وينا په لومړۍ چاودنه کې د ايف سي ځواک د ګزمې موټر په نخښه شوی چې پکې يو مېجر او يو کېپټن وژل شوي او درې نور عسکر ټپي شوي دي.

د وژل شوو شناخت د مېجر جواد او کېپټن صغير په نامه شوی دی.

وايي چاودنه د تحصيل ماوند په باريلي سيمه کې هغه مهال شوې چې د ايف سي ځواک د ګزمې موټر روان و او د سړک غاړې ته ښخ کړل شوی بارودي سرنګ ورباندې چاودلی دی.

چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل چې د وژل شوو جسدونه او ټپيان يې اول د کوهلو ځايي هسپتال ته وړي او ورستو يې د پوځي هيلي کاپټر له لارې کوټې ته لېږدولي دي.

د يادې پېښې زمه واري د دې خبر خپرېدو پورې چا نه ده منلې.

ليويز چارواکي وويل چې نن د جمعې په ورځ په د کوهلو په چپي کچ تحصيل کې يوه بله چاودنه شوې چې پکې يو ځايي ټريکټر ډرايور وژل شوی دی.

د دې پېښې زمه واري هم د رپورټ د جوړولو تر وخته چا نه ده منلې.

خو په بلوچستان کې زياتره وخت پر امنيتي ځواکونو او عسکرو د داسې بريدونو زمه واري بلوچ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې مني.

د بلوچستان وزير اعلا مير عبدلقدوس بزنجو ياده پېښه غندلې او په پېښه کې د ککړو پر ضد د عملياتو کولو امر کړی او ويلي چې ترهګر دې په يو قيمت معاف نه کړل شي او سخته سزا دې ورکړل شي.

تيره ورځ د بلوچستان په ډيره بګټي سیمه کې د سیمه ییزو ټاکنو د یو مامور یا ریټرننګ افسر پر موټر په وسلوال بريد کې دلیویز یو عسکر وژل شوی اؤ څلور نور ټپي شوي وو.

د ليويز چارواکو په وينا دغه پېښه د زیارت په ورځ د ډیره بګټي په پهلاوغ لوپ سیمه کې شوې وه.

د بلوچستان د ټولټاکنو کمیشن هم د دې برید پخلی کړی او پخپل یو بیان کې یې ویلي وو چې برید کې دلیویز ځواک یو ډرایور وژل شوی څلور عسکر ژوبل شوي وو.

سرچینې وایي له يادو پېښو وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه دپېښې ځایي ته رسیدلي، اؤ په يادو سیمو کې يې لټنې عملیات پیل کړي دي.

د بلوچستان وزير اعلا مير عبدلقدوس بزنجو ياده پېښه غندلې او په پېښه کې د ککړو پر ضد د عملياتو کولو امر کړی او ويلي چې ترهګر دې په يو قيمت معاف نه کړل شي او سخته سزا دې ورکړل شي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00