شاته

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه: د افغانستان په ګډون ګڼو هېوادونو کې د داعش فعالیتونه بیا زیاتېږي

واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي داعش ډلې ته د ماتې ورکولو پر نړیوالو هڅو برسېره هم دا ډله بیا په نوې بڼه فعاله کېږي او نړۍ ته خطر پېښوي. د امنیت شورا په غونډه کې د غړو هېوادونو استازو په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې ده.

د امنیت شورا په دغه غونډه کې- چې د فرورۍ پر نهمه جوړه شوې وه- اکثرو غړو وویل، چې داعش ډله یو ځل بیا په نړۍ خصوصاً په شام، عراق، افغانستان منځنۍ اېشیا او د افریقې په ځینو برخو کې فعاله شوې ده او دا ځل له نوې ټیکنالوجۍ څخه په کار اخیستو یې تګلاره بدله شوې ده.

د ترهګرۍ خلاف د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د دفتر د عمومي مشر مرستیال ولادیمیر وورونکوف غونډې ته وویل چې د داعش د مشرانو پر وژل کېدو او د نغدو پیسو د سرچینو له کمېدو سره سره هم دا ډله نړیوال امن ته زیات خطر ده.

وورونکوف له داعش سره تړلي نوي چېلنجونه یاد کړل چې وایي په هغوی کې د دې ډلې له خوا د نوې ټیکنالوجۍ کارول، د بهرنیو ترهګرو او د هغوی د کورنیو بیرته ستنېدل دي په ځانګړې توګه هغه کسان چې د شام په شمال ختیځ کې په کېمپونو کې پراته دي.

د امنیت شورا غونډې ته د چین استازي ژانګ جون وویل، داعش په افغانستان او سیمه کې د بیرته راستنېدو په حال کې ده او اندېښنه یې ښکاره کړه چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او داعش ډله تر خپل منځ همکاري سره لري.

ژانګ جون وویل داعش او اسلامک ترکستان ډله د تبلیغاتي پوسټرونو په ګډه خپروي او له دې سره سره له یو بل سره د وسلوالو تبادله او ګډ پوځي عملیات کوي:

"پر نړیوالې ټولنې ږغ کوم چې د هر ډول ترهګرۍ خلاف په صفر زغم سره مبارزه وکړي او له طالبانو غواړم چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د یو ځای کېدو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي".

د امنیت شورا د ترهګرۍ ضد کمېټۍ یوه مشر ویشانګ چن هم د داعش ډلې له خوا د ټولنیزو رسنیو، د بې پایلټه الوتکو د سیسټمونو او معلوماتي ټیکنالوجۍ د کارولو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښکاره کړه.

په امنیت شورا کې د فرانس استازي نیکولاس دي ریوېر وویل،‌ له افغانستان سره دا ویره په وروستیو کې تایید شوې ده چې کېدای شي ترهګرې ډلې پکې یو ځل بیا ریښې وغزوي. ښاغلي ریوېر وویل:

"ځکه نو زموږ هڅې باید دوام وکړي او له خطرونو سره سمون ولري".

د فرانس استازي‌ وویل، د متبادلو او نویو لارو په ګډون د ترهګرۍ ټولې مالي سرچینې باید په نخښه او مخنیوی یې وشي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د جاپان استازې شینو میڅکو په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د فعالیتونو پر دوام اندېښنه څرګنده کړه، هغې د ترهګرۍ او له تاوتریخوالي ډکې توندروۍ د اصلي سببونو د په نخښه کولو لپاره د اضافي هڅو غوښتنه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د روسي فیډرېشن استازي جینیډي وي کوزمین په غونډه کې تور پورې کړ چې "د امریکې پوځي لاسوهنې" افغانستان او سیمه ناارامه کړې ده او وایي په سیمه کې ترهګرو ډلې له ډېرې مودې په دې هېواد کې پاته شوې وسلې کاروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00