شاته

پېښور هايکورټ ته خواست: د عمران خان بيان د وزیرستان د خلکو ژوند د ستونزو سره مخ کړی، سپيناوی دې وکړي

د پېښور هایکورټ يو وکیل وايي عدالت ته یې خواست کړی چې د مخکیني وزيراعظم عمران خان نه دې سپيناوی وغوښتی شي ځکه چې د وزيرستان د خلکو په اړه د هغه د بيان ورکولو وروسته د يادې سيمې خلک د سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان درې ورځې وړاندې په اوومه فرورۍ د خپلو ویاندویانو سره لیدنه کې ویلي وو هغه سره پاخه ثبوتونه شته چې د وژنې ذمه واري یې د جنوبي وزیرستان دوو کسانو ته سپارل شوې ده خو نه یې وه په ډاګه کړې چې دغه دوه کسان څوک دي.

د پېښور هايکورټ وکیل سجاد احمد مسید اېډوکېټ وايي، "د عمران خان د بيان وروسته چې دوی پنجاب ته ځي نو اندراج یې پېل شوی دی، چې په شناختي کارډ یې وزیرستان ليکل شوی وو نو که په ګاډي کې کورنۍ [ښځې او ماشومان] هم وي نو د سر نه واخله پښو پورې یې تلاشي کيږي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "د عمران خان د دغه بيان سره د مسيد قبيلې بدنامي کيږي، د دوی کاروبار، تګ راتګ او اقدار ورسره اغېرمن کيږي".

هغه زياته کړه، "د ټول شمالي وزيرستان خلکو ته مشکلات سېوا شوي دي، زه چې په خپله پنجاب ته داخلېدم زما پوره چيکنګ شوی شوی او څلور چنده سېوا چيکنګ شورو شوی دی".

سجاد احمد وايي، "دوی عدالت ته خواست کړی چې د عمران خان نه پوښتنه وکړي چې هغه ته دغه د ګواښ خبره چا کړې ده هغه په خپله ژوبل پروت دی ټايګر فورس او نور خلک پرې ولاړ دي".

هغه وويل، عمران خان دې اووايي چې دغه خبره ورته چا کړې هغه کسان دې ښکاره کړي "ګنې دوی به یې پرضد قانوني کارروايي کوي ځکه چې د عمران خان په بيان يواځې د قبايلو نه بلکې د پاکستان په نړیواله کچه بدنامي شوې ده".

د عمران خان دعوه د تحریک طالبان پاکستان ویاند هم بې اساسه بللې او ویلي یې وو شا وخوا لس ورځې وړاندې هم د دې ګوند څو کسانو داسې بې بنیاده دعوې کړې وې.

عمران خان له دې وړاندې هم دعوه کړې وه چې د هغه د وژلو لپاره د پاکستان پخواني صدر اصف علي زرداري یو ترهګر تنظیم ته پیسې ورکړې دي.

خو پخواني صدر او د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د عمران خان دا دعوه دروغ بللې او د هغه د دعوې پرضد یې عدالت ته رجوع کړې ده.

تير کال د نومبر په درېمه نېټه د پنجاب وزیراباد ښار کې د تحریک انصاف په احتجاجي لانګ مارچ ډزې شوې او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پشمول پکې څو کسان ژوبل شوي او يو تن وژل شوی وو.

عمران خان د برید تور په وزیراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثناالله او د پوځ یو لوړپوي افسر مېجر جنرل فېصل نصیر لګولی وو.

خو حکومت او پوځ هم د عمران خان دغه تور رد کړی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00