شاته

پاکستان مسکو کې د افغانستان په هکله مشورتي غونډې کې برخه وانخیسته

پاکستان پنجشنبه فبروري ۹ (سلواغې۲۰) تائید کړه چې روسیې کې د افغانستان په هکله په څو ملیتي مشورتي غونډې کې ګډون نه ونکړ او ویلي یې دي چې نورې داسې غونډې شته چې په هغې کې د افغانستان د سولې د بهیر سره مرسته کولی شي.

دا غونډه چې د چارشنبې په ورځ په مسکو کې وشوه او د ملي امنیت سلاکارانو پکې برخه اخیستې وه د چین، هند، ایران، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان، پاکستان او اوزبیکستان هیوادونو ته پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین دفتر ویلي چې ددې هیواد جمهور رئیس د غونډې په پیل کې وینا وکړله او دا یې په افغانستان کې د سولې او ثبات سره د مرستې کولو لپاره پنځمه دا ډول غونډه وبلله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یو خبري کنفرانس کې وویل هیواد یې ځکه د مسکو په غونډې کې ګډون نه و کړی چې فکر کوي نورې داسې غونډې او فارمټونه شته چې د افغانستان د سولې سره پکې ښه مرسته کیدلی شي.

میرمن بلوچ وویل، "مونږ به په ټولو دې میکانیزمونو کې په بشپړه توګه ګډون وکړو او په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره به د خپلو شریکانو تعامل کولو ته دوام ورکړو".

خو بل پلو ځینو جګپوړو پاکستاني چارواکو امریکا غږ ته ویلي چې د مسکو په غونډې کې پاکستان ځکه ګډون ندی کړی چې هند هم دې غونډې ته ورغلی و. دې سرچینو دا هم ویلي چې د مسکو په غونډې کې د هیوادونو د ملي امنیت سلاکارانو ته بلنه ورکړل شوې وه او پاکستان په اوس وخت کې دا ډول سلاکار نلري.

د مسکو او اسلام آباد اړیکې چې په دودیزه توګه جنجالي دي پدې تیرو څو کالونو کې د پام وړ توګه بهتره شوي او څو ځله یې په روسیې کې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ملاتړ لپاره په غونډو کې ګډون کړی.

سیاسي مبصرین چې د مسکو- اسلام آباد اړیکې څاري هم په روسیه کې پدې غونډې کې د پاکستان په نه ګډون حیران دي.

په واشنګټن کې د ویلسن په مرکز کې د جنوبي آسیا د انسټیټیوټ مشر مایکل کوګلمن پدې هکله امریکا غږ ته وویل چې اوس حالات بدل شویدي.

هغه زیاته کړه، "په دا ډول خبر اترو کې د هند نقش به پاکستان اړ کړي چې په احتیاط چلند وکړي".

کوګلمن وایي چې اسلام آباد نغواړي په دا ډول غونډو کې په ګډون سره واشنګټن په غصه کړي په ځانګړې توګه چې د پیسو د نړیوال وجهي صندوق څخه د مالي مرستو د تر لاسه کولو لپاره د متحده ایالاتو ملاتړ ته اړتیا لري.

روسیې پدې غونډې کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړې او مسکو هم د خپلې دې اقدام په هکله څه ندي ویلي خو یو شمیر افغان څیړونکو بیا ویلي چې روسیه او د مرکزي آسیا ځیني هیوادونه په افغانستان کې د اوسني وضعیت په هکله اندیښنه لري.

د سیاسي چارو کارپوه بریالي نصرتي پدې هکله امریکا غږ ته وویل، "هند، روسیه، پاکستان او چین ښایي د افغانستان په هکله غونډې جوړې کړي او دوي په افغانستان کې د اوسني وضعیت په هکله اندیښنه لري ځکه هره شیبه امکان لري د دې هیوادنو پولې د عملي ګواښ سره مخ شي".

دغه کارپوه همدرانګه وویل چې تر دې وړاندې هم دا شان غونډې په سیمې کې جوړې شوې و خو کومه ښکاره نتیجه یې نه درلود.

طالبان چې څه باندې یو کال کیږي په افغانستان کې واک تر لاسه کړی او تر اوسه د نړۍ هیڅ کوم هیواد د دې ډلې حکومت په رسمیت ندی پیژندلی، په مسکو کې د غونډې په هکله په رسمي توګه څه ندي ویلي.