شاته

پاکستان د افغانستان د امن په باب د ماسکو په غونډه کې برخه نده اخیستې - وجوهات یې څه دي؟

واشنګټن - اسلام آباد د زیارت/پنجشنبې په ورځ د دې خبرې تصدیق وکړو چې دا هفته کې د روس په کوربتوب چې څو اړخیزه غونډه د افغانستان په اړه جوړیږي، پاکستان په کې ګډون نکوي. د پاکستان حکومت وایي، داسې نور ډول ناستې ممکنې دي کوم کې چې د افغان امن پروسه په اغېزمنه توګه په کې مخ ته ولاړه شي.

د خطې ملکونه چې په کې چین، هند، ایران، تاجکستان، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، او ازبکستان شامله دي، د روس له خوا رابلل شوي و چې د شورو/چهارشنبې په ورځ په ماسکو کې د امنیتي مشیرانو په غونډه کې برخه واخلي.

د روس د صدر ولاډیمیر پوټین دفتر وویل، هغه دې غوندې ته پرانېستونکې وینا وکړه، کوم چې په افغانستان کې د امن او استحکام ټینګولو په طریقو باندې پنځمه څو اړخیزه مشورتي غونډه بللې شوې ده.

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمانې ممتاز زهرا بلوچ په خپل اوونیز خبري کنفرنس کې، په دې اړه چې پاکستان ولې د ماسکو په غونډه کې برخه وانخېستله، وجه یې داسې وښوده:

"زمونږ فیصله چې په دې فوري غونډه کې به برخه نه اخلو، زمونږ د دې غور په رڼا کې وشوه چې پاکستان د [خبرو اترو] د فارمټونو او فورمونو په برخه کې یوه بهتره ونډه ادا کولی شي، کوم چې هغه سره د افغانستان امن ته تعمیري ګټه ورسېدلی شي."

ممتاز بلوچ زیاته کړه چې پاکستان به پخپل ټول توان سره په ټولو دغو میکانیزمونو کې برخه واخلي او افغانستان کې د امن و استحکام دپاره به له خپلو شریکانو سره تعامل کې وي.

مګر بل اړخ ته د پاکستان جګپوړو سرکاري ذرائعو ویلي دي چې د ماسکو په غونډه کې د پاکستان د برخه نه اخیستلو وجه، په هغې ناستې کې د رقیب هېواد هندوستان موجودیت و. دغو ذرائعو اضافه کړې چې دا خبرې اترې د قامي سلامتیا د مشیرانو ترمنځ وې، او اوس مهال پاکستان کوم د قامي سلامتیا مشیر نلري.

د ماسکو او اسلام آباد ترمنځ چې د پخوا راهیسې تعلقات خړپړ پاته و، په دې وروستیو کلونو کې بهتره شوي، او له دې سببه پاکستان یې هڅولی چې د جنګ ځپلي ګاونډي، افغانستان د امن او استحکام په ملاتړ خبرو اترو کې د روس سره برخه واخلي.

په واشنګټن کې د وېلسن څېړنیز انسټیټوټ د جنوبي ایشیا د څانګې مشر مایکل کوګلمېن وایي: "د روس سره د افغانستان په اړه خبرو کې چې [د پاکستان] مخکېني قوي ریکارډ ته وګورو، نو د پاکستان دا فیصله حیرانوونکې ده. مگر حالات بدل شوي دي. په دغسې خبرو اترو کې د هندوستان نوی کردار پاکستان مجبوره کوي چې په دې اړه په احتیاط ګام واخلي."

مایکل کوګلمېن زیاته کړه چې اسلام آباد هم نه غواړي په داسې یوه موقع کې چې د واشنګټن مدد ته یې سترګې دي، امریکا د ځانه خفه کړي، په خصوص دې ته په کتلو چې پاکستان د سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او آی اېم اېف ته محتاج پاته شوی، او د آی اېم اېف په فیصلو باندې امریکا ډېر اثر رسوخ لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00