شاته

دپاکستان دبهرنیو اسعارو ذخیرې دریوو اربو ډالرو نه هم په ښکته تللي دي

دپاکستان مرکزي بینک وایي ددغه هیواد داسعارو ذخیره دتېرو نهو کالو اؤ دریوؤ میاشتو تر ټولو ټیټې کچې ته راغلې اؤ دا مهال پاکستان یوازې د دوؤ اربو،96 کروړو اؤ 30لکو ډالرو ذخیره په لاس کې لري.

اسټیټ بینک پخپل رپورټ کې ویلي چې په دریمه فرورۍ دختمې شوې اوونۍ په مهال د17 کروړو ډالرو بهرنی پور بیرته ګرځول شوی چې دهغې له امله د زرمبادلې ذخیره د دریوؤ اربو ډالرو نه په ښکته تللې ده.

رپورټ کې ویل شوي چې دشخصي بینکونو سره داسعارو ذخیرې قابو 5اربه اؤ 62 کروړه ډالر پاتې دي اؤ دهیواد مجموعي ذخیرې اتوؤ اربو اؤ 53 کروړو ډالرو ته رسېدلي دي.

دمرکزي بینک له مخې تر دې وړاندې په شپږم دسمبر کال 2013م کې دهیواد دبهرنیو اسعارو ذخیرې 2.96 بیلینه ډالره وې.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او نړېوالې مالیاتي ادارې – ایي اېم اېف د مېشن ترمنځ تر لسو ورځو روانې تکنیکي او دپالیسۍ خبرې د زیارت/پنجشنبې په شپه، بغیر د څه نتیجې ختمې شوي او ایي ایم ایف د پاکستان سره د سټاف لېول لوظنامې د کولو نه بخښنه غوښتې ده.

څېړونکي وایي پاکستان ته به راتلونکو پینځوؤ میاشتو کې د نهو ته تر لسو اربو ډالرو پورې بهرنۍ قرضې ستنول وي چې په ظاهره یې پاکستان د ستنولو توان نه لري.

خو بل لوري ته د پاکستان د خزانې وزارت سېکټري مطبوعاتو ته ویلي چې د ایي ایم ایف سره مذاکرات سرته رسېدلي او دوی ته د فنډ له خوا، ډېر زر د سټاف لېول لوظنامې کولو ډاډ ورکړی شوی دی.

څېړونکي وایي موجوده حالاتو کې د هېواد دغیرملکي زرمبادلې ذخیرې د دریوؤ اربو ډالرو نه هم راکمې شوي دي او دا یوازې د دوو هفتو د درامداتو لپاره کافي دي.

د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر خاقان نجیب وي او اې ډیوه ته ویلي"پاکستان ته به د ایي اېم اېف شرطونه منل وي ولې چې دا وخت کومه مالیاتي خساره ده، د انرجۍ، پټرولو او بجلۍ څانګو کې د سبسېډیز یا رعایتونو ډېر لوی فرق دی، او دا به ختمول وي"

نوموړي زیاته کړه چې د اقتصادي اصلاحاتو پرته اوس پاکستان سره بله کومه لار نشته. ډاکټر خاقان نجیب دا هم وویل چې پاکستان ته به د خپل ټېکس آمدن هم سېوا کول وي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00