شاته

بلوچستان:د ریټرننګ افسر په قافله برید کې یو عسکر وژل شوی،څلور ژوبل

دبلوچستان په ډيره بګټي سیمه کې د سیمه ییزو ټاکنو دیو مامور یا ریټرننګ افسر په ګاډي دنامعلومو وسله والو حمله کې دلیویز یو عسکر وژل شوی اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

دسیمې نه امینتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دغه پېښه د زیارت په ورځ د ډیره بګټي په پهلاوغ لوپ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې ریټرننګ افسر دلیویزو په بدرګه کې سوي سیمې ته روان ؤ.

سرچینې وایي وسله والو دهغه په ګاډي ناتاره ډزې کړي چې پکې دلیویز یو عسکر وژل شوی اؤ څلور نور ژوبل شوي خو پخپله ریټرننګ افسر عبدالعزیز له دغه بریده روغ وتلی دی.

دبلوچستان دټولټاکنو کمیشن هم ددې برید پخلی کړی اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي چې برید کې دلیویز ځواک یو ډرایور وژل شوی اؤ دطارق علي،میران،وسیم اؤ طارق په نومونو نور څلور عسکر ژوبل شوي دي.

د ډیره بګټي دپهلاوغ لوپ سیمې په اتوؤ یونین کونسلو کې تېره ورځ دچیرمین اؤ مرستیال چیرمین په څوکیو ټاکنې شوې وې اؤ ددغو ټاکنو ترسره کیدو وروسته ریټرننګ فسر عبدالعزیز دلیویز ځواکونو په بدرګه کې د ډیره بګټي نه سوي سیمې ته روان ؤ چې په لاره کې پرې وسله والو برید کړی دی.

ددې پېښې ذمه واري لا چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې نزدې وختونو کې په امنیتي عسکرو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاتره ذمه واري بیلتون خوښو بلوڅ وسله والو ډلو پغاړه اخستې ده.

سرچینې وایي له پېښې وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه دپېښې ځایي ته رسیدلي، ژوبل عسکر دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي اؤ سیمه کې دلټونې عملیات پیل کړل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00