شاته

دپښتونخوا اؤ پنجاب اسمبلیو انتخاباتو لپاره سپریم کورټ ته رجوع شوې ده

داسلام اباد هایکورټ د وکیلانو سازمان په خیبر پښتونخوا ؤ پنجاب صوبو کې دټاکنو دنیټې اعلانولو لپاره سپریم کورټ ته خواست یا عریضه کړې ده.

داسلام اباد هایکورټ بار د صدر شعیب شاهین په لاس سپریم کورټ کې جمع کړل شوي دې خواست کې غوښتنه شوې ده چې محکمه باید الیکشن کمیشن ته په پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې دانتخاباتو دنیټې اعلانولو امر وکړي.

د وکیلانو سازمان پخپل دې خواست کې دپښتونخوا اؤ پنجاب دګورنرانو ترڅنګ الیکشن کمیشن،وفاق اؤ د دواړو صوبو چیف سیکرټریان هم فریق جوړ کړي دي اؤ دسپریم کورټ څخه یې غوښتنه کړې چې باید په 90 ورځو کې دننه د انتخاباتو یقیني کولو حکم صادر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي هم د الیکشن کمیشن چیرمین ته استول شوي یو لیک کې ویلي چې باید په سمدستي توګه دخیبر پښتونخوا اؤ پنجاب اسمبلیو لپاره دټاکنو نیټه اعلان کړي.

دصدر لخوا لیږل شوي خط کې دپنجاب اؤ پښتونخوا صوبو داسمبلیو ماتیدو حواله ورکړل شوې اؤ ویل شوي چې دایین 224مه ماده داسمبلیو ماتېدو صورت کې د90 ورځو دننه په نوؤ انتخاباتو ټینګار کوي.

دصدر په لیک کې ویل شوي که چرې الیکشن کمیشن دخپلو فرایضو په ترسره کولو کې دناکامۍ سره مخ کیږي نو بالاخره به هم دا کمیشن دایین څخه دسرغړونې ذمه وار ګرځولی شي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې خپل حکومتونه ړنګ کړي اؤ هم یې دقامي اسمبلۍ نه غړو استعفاګانې ورکړي دي چې په داسې حال کې دپاکستان دایین له مخې په دریوؤ میاشتو کې دننه په صوبو کې نوې ټولټاکنې کول دالیکشن کمیشن ذمه واري ده.

دپاکستان الیکشن کمیشن په دې وروستیو کې پنجاب اؤ خیبر پښتونخوا کې دانتخاباتو کولو لپاره د دواړو صوبو ګورنرانو نه نیټې ، مرکز نه داضافي پنګو اؤ دامنیتي ادارو اؤ پوځ مشرانو نه دځواکونو غوښتنه کړې وه خو پاکستاني مطبوعات وایي دغو ټولو اړخونو ورته معذرت کړی دی.

حکومت مخالف تحریک انصاف ګوند له وړاندې اندېښنې ښودلي چې حکومت انتخاباتو نه دتېښتې لارې ګودرې ګوري اؤ ویلي یې دي چې د دوي به دانتخاباتو ځنډیدو پرضد عدالت ته دتګ ترڅنګ کوټلی احتجاج هم کوي.

خو داطلاعاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزیب اوړمه ورځ رسنیو سره خبرو کې ویلي وؤ چې حکومت کله هم 90 ورځو کې دننه دانتخاباتو نه کولو خبره نه ده کړې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00