شاته

نوښار:دترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي د ټي ټي پي دوه ترهګر یې وژلي دي

نودترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي دخیبر پښتونخوا په نوښار ضلعه کې یې دتحریک طالبان پاکستان د وسله والو سره نښته شوې چې پکې دوه ترهګر وژل شوي اؤ ځینې نور د شپې په تیاره کې تښتیدلي دي.

دترهګرۍ ضد محکمې یا سي ټي ډي چارواکو ویلي دا نښته دنوښار په مصري بانډه سیمه کې هغه مهال شوې چې پولیسو دغلته دټي ټي پي سره دتعلق لرونکو ترهګرو د نیولو هڅه وکړه.

چارواکي وایي په دغه مهال ترهګرو دپولیسو په ګاډي دلاسي بم برید اؤ ډزې کړي خو وایي دترهګرو ډزو کې یوازې دپولیسو ګاډي ته معمولي زیان رسیدلی اؤ نوره ورت کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د سي‌ ټي ډي چارواکو دعوه کړې ده چې په دې مهال دپولیسو په ځوابي ډزو کې دوه ترهګر وژل شوي، اؤ دوه یا درې نور دشپې په تیاره کې په تېښته بریالي شوي دي.

پولیسو د وژل شوؤ ترهګرو پېژندګلو دمحمد ذیشان اؤ سمان په نومونو کړې ده اؤ وایي هغوي په پولیسو اؤ دیو سینیر میډیکل تیکنیشن په هدفي وژنه کې ککړ وؤ.

پولیسو دعوه کړې ده چې دترهګرو د ولکي نه یې وسلې اؤ لاسي بمونه هم ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې په پولیسو دترهګرو بریدونه یو وارې بیا چټک شوي اؤ په 30مه جنورۍ دپېښور پولیس لاین په جومات کې په یو ځانمرګي برید کې 84کسان وژل شوي اؤ تر200 زیات نور ژوبل شوي وؤ.

ددې برید پړه دپاکستاني طالبانو یوې ډلې پغاړه اخستې ده.

د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل مياشتني رپورټ کې وېلي چي د سږني کال د جنورۍ مياشت د کال 2018م د جولایي د مياشتې را په دې خوا تر ټولو زیاته خونړۍ پاتې شوې ده.

د راپور تر مخه تېره میاشت په ټول هېواد کې شوو 44 ترهګریزو حملو کې 134 کسان وژل شوي دي چې تر ټولو زیاته شمېره پکې د پولیسو ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00