شاته

یو امریکایي تبع افغانستان کې د بډې اخیستو له کبله په زندان محکوم شو

د متحده ایالاتو عدلې وزارت ویلي چې یو امریکایي تبع په افغانستان کې د یو افغان شرکت څخه د بډې اخیستو په قضیې کې په ۳۳ میاشتو بند تیرولو محکوم شو.

د وزارت په اعلامیې کې پنجشنبه فبروري ۹ (سلواغې۲۰) راغلي چې د ټاډ کولمن په نامه دې امریکایي چې عمر یې ۴۸ کاله دی، افغانستان ته د ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۲ میلادي کاله پورې د آزمویونکي په توګه استول شوی و تر څو د بیارغونې هغه قراردادونه ارزیابي کړي چې د متحده ایالاتو پوځ تمویلول.

د محکمې په اسنادو کې راغلی چې ټاډ کولمن او د اورلانډو کلارک په نامه بل امریکایي د یو افغان شرکت څخه د نږدې ۴۰۰ زره امریکایي ډالرو بډو اخیستو په بدل کې د رغونې لس قراردادونه دې شرکت ته ورکړي و چې ارزښت یې میلونونه ډالر کیدل.

د محکمې په اسنادو کې همدارنګه راغلي چې دغو دواړو امریکایي اتباعو پدې خاطر چې خپلې کړنې پټې وساتي، د متحده ایالاتو د جورجیا په ایالت کې یې تش په نامه شرکتونه ثبت کړي و او په افغانستان کې د تر لاسه شویو پیسو د لیږد لپاره یې په امریکا کې بانکي حسابونه هم پرانیستي و.

کولمن او ټاډ همدارنګه جعلي بیجکونه جوړ کړي و چې پکې وښیي هغوي متحدي عربي اماراتو ته موټر صادروي خو په حقیقت کې یې په همدې پیسو ځانونو ته ګرانبها موټر او نور شیان اخیستل.

دغو دواړو امریکایي اتباعو څو ځله عربي متحده اماراتو ته سفرونه کړي و چې وکړی شي هغه پیسې نغدې تر لاسه کړي چې په افغانستان کې ورته د رشوت په توګه ورکړل شويدي او دا پیسې یې امریکا ته د قاچاق په توګه رالیږلي دي.

ټاډ کلارک د ۲۰۲۳ کال د جنوري میاشتې په ۴مې د بډې اخیستو او د ویزې په جعلکارۍ کې پخپلو جرمونو اعتراف وکړ او ټاکل شوې چې د اپریل په میاشت کې د محکمې لخوا ورته سزا واورول شي.

هغه د هر جرم په بدل کې تر پنځو کالونو پورې بندي کیدی شي.

د متحده ایالاتو د حکومتي ادارو تر څنګ د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) هم د دې قضیو په څیړلو کې لاس درلود.

سیګار دوه کاله وړاندې په یو راپور کې ویلي و چې د ۲۰۰۲ مالي کال د پیل څخه د ۲۰۱۹ ډسمبر میاشتې تر ۳۱ مې پورې د متحده ایالاتو کانګرس په افغانستان کې د بیارغونې لپاره ۱۳۴ ملیارده ډالر بیل کړي و.

پدې راپور کې د ځانګړي مفتش دفتر تقریباً ۶۳ ملیارده ډالر ارزیابي کړي و او معلومه کړې یې وه چې د ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۹ پورې په افغانستان کې د امریکا د مرسته شویو پیسو څخه ۱۹ ملیارده یې ضایع شوي، ورکې شوي، اختلاس پکې شوی او یا حیف و میل شویدي.