شاته

د آی ایم اف او پاکستان تر منځ خبرې بې نتیجې پای ته ورسیدې

د پیسو د نړیوال وجهي صندوق او پاکستان د حکومت تر منځ خبرې پنجشنبه فبروري ۹ (سلواغې۲۰) پرته له کومې نتیجې پای ته ورسیدې.

دا خبرې پدې خاطر کیدلې چې پاکستان ته چې د نغدو پیسو د سخت کمښت سره مخ دی، ۱.۱ ملیارد ډالر ورکړل شي.

سره لدې چې IMF تر اوسه د پاکستان د حکومت سره د خبرو د پای ته رسیدو په هکله په رسمي توګه څه ندي ویلي خو د پاکستان د مالیې وزارت چارواکو په اسلام آباد کې خبریالانو ته ویلي چې د دواړو خواوو تر منځ ځیني نا حل شوي موضوعات شته چې نور بحث ته اړتیا لري.

دې وزارت پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، ویلي چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق پاکستان ته د ځینو لازمو اقداماتو یو لیست ورکړی او موافقې ته د رسیدو لپاره یې د وخت غوښتنه کړې.

دا خبرې چې څه باندې دوه اوونۍ روانې وې پداسې حال کې بې نتیجې پای ته روسیدې چې د پاکستان پور نور هم لوړ شوی، حکومتي عاید کم شوی او د دې هیواد د بهرنیو شتمنیو اندازه هم په جدي توګه کمه شویده.

دا خبرې د پاکستان د مالیې، پټرولیمو، برښنا او نورو وزارتونو د چارواکو او آی ام ایف د کار کوونکو تر منځ پدې خاطر کیدې چې اسلام آباد ته د ۶ ملیاردو ډالرو اقتصادي مرستو د جملې نه چې په ۲۰۱۹ کال کې پرې موافقه شوې وه، څه باندې ۱ ملیارد یې ورکړل شي.
خو پاکستان ته د دې پیسو ورکړه پدې خاطر ځنډیدلې چې حکومت د پټرولیمو د بیو په لوړولو، د انرژۍ په سکتور کې د پور د کمولو لپاره د سبسیډي پای ته رسولو او مالیاتو د لوړولو لپاره پخپلو ژمنو کې پاتې راغلی.

د پاکستان حکومت پدې خاطر چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق خبرو ته حاضر کړي، تیره میاشت یې په هیواد کې د پټرولیمو نرخ دومره لوړ کړ چې ددې هیواد په تاریخ کې ساری نلري او هم یې د اسعارو د تبادلې په مارکیټ کې د ډالرو د نرخ کنټرولول بند کړل.

له همدې کبله د ډالرو په مقابل کې د پاکستانۍ کلدارو ارزښت په بې سارې توګه ټیټ شو او انفلاسیون هم ۲۷.۶ په سلو کې پورته شو هغه څه چې د ۱۹۷۵ کال راپدیخوا یې په پاکستان کې ساری ندی لیدل شوی.

په پاکستاني مطبوعاتو کې ویل شوي چې د پیسو د نړیوال وجهي صندوق او د پاکستان د حکومت تر منځ د اختلافاتو ځیني مهمې موضوع ګانې د بودجې د کسر په هکله معلومات، د انرژۍ په سکتور کې د حکومت د پور کمول، د حکومتي لګښتونو محدود کول او عایداتو زیاتول دي.

دا اختلافات دومره ژور دي چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف تیره اوونۍ خبرداری ورکړ چې حکومت یې د IMF د داسې شرطونو سره مخ دی چې د تصور څخه پورته دي.

پاکستان دې اقتصادي مرستو ته سخته اړتیا لري ځکه چې د تازه په مرکزي بانک کې د بهرنیو شتمنیو اندازه یې تیره اوونۍ ۳ ملیارد ډالرو ته ټیټه شوه.

د پاکستان مرکزي بانک تیره میاشت ویلي و چې د ۲۳ ملیارد ډالرو پور څخه باید لږ تر لږه ۳ ملیارده یې د روان مالي کال تر پایه ورکړل شي چې د پور په ورکړې کې د پاتې راتلو مخه ونیول شي.

پاکستان همدارنګه ۱۰ ملیارده ډالر د بودجې کسر لري.

پاکستان د غوړیو، خوراکي موادو، سون موادو، ماشین آلاتو او چای په ګډون ډیر شیان باید د نورو هیوادونو څخه وارد کړي او اقتصاد یې ۳۵۰ ملیارده ډالر دی چې تر ډیره حده په وارداتو ولاړ دی.

په پاکستان کې بانکونو همدارنګه د شیانو، خامو موادو او ماشین آلاتو د وارداتو لپاره باور لیکونه هم صادر نکړل او له همدې کبله په پاکستان کې اقتصادي چارې پڅې شوې.