شاته

ټانک اؤ ډیره اسماعیل خان کې ترهګرو دپولیسو په څوکیو بریدونه کړي دي

دخیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو ټانک اؤ ډیره اسماعیل خان کې بیګاه شپه ترهګرو په پولیس څوکیو بریدونه کړي خو پولیس وایي دغه بریدونه یې په شا تمبولي اؤ هیڅ مرګ ژوبله پکې نه ده شوې.

دخیبر پښتونخوا دپولیسو د ویاند له مخې د ګل اؤ نهې په منځ شپه کې دټانک ضلعې دجنډوله تاڼې په پیرتنګي پولیس پوسته ترهګرو یو دروند برید کړی خو وایي پولیسو دترهګرو سره په مړانه مقابله کړې اؤ دهغوئ برید یې پشا تمبولی دی.

د پولیس ویاند له مخې دبرید پرمهال دترهګرو اؤ پولیسو ترمنځ تر لسو دقیقو ډزې شوې دي اؤ په دغه مهال دسیمې خلک هم دپولیسو مرستې ته ور وتلي وؤ چې له امله یې ترهګر پشا شول اؤ پولیسو ته هیڅ مرګ ژوبله وانه وړیدله.

په عین حال کې بیګاه دشپې دولس نیمې بجې په ډیره اسماعیل خان کې هم ترهګرو د درابن تاڼې په پولیس چوکۍ برید کړی دی اؤ دسیمې نه ترلاسه شوي اطلاعات وایي چې په دغه برید کې یو پولیس عسکر ژوبل شوی خو دترهګرو برید پشا تمبول شوی دی.

ددې برید په موقعه دسیمې نه دپوځ عسکر هم دپولیسو مرستې ته ورغلي اؤ ترهګر یې پشا تمبولي دي.

دخیبر پښتونخوا دپولیسو ویاند وایي له دواړو بریدونو نه وروسته دصوبې دپولیسو مشر معظم جاه انصاري د یادو ضلعو دپولیس مشرانو سره دټیلي فون له لارې تماس نیولی اؤ ددې بریدونو په ناکامولو یې دپولیس ځوانانو دمړانې ستاینه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په 30مه جنورۍ دپېښور پولیس لاین په جومات کې په یوځانمرګي برید کې 84کسان وژل شوي اؤ تر200ؤ زیات نور ژوبل شوي دي.

دپېښور دبرید پړه دپاکستاني طالبانو یوې ډلې پغاړه اخستې ده اؤ دخیبر پښتونخوا دپولیسو مشر معظم جاه انصاري اعلان کړی دی چې پولیس به دخپلو عسکرو دیوې شوؤ وینو دیو،یو څاڅکي بدل اخلي.

پولیسو پرون دغه ځانمرګي برید کې دلاس لرونکو دمعلوماتو ورکولو پسر د یو کروړو روپو انعام هم اعلان کړی دی

ځانګړې ویډیوګانې

آیا د قوانینو له لارې په ټولنه کې زغم رامنځته کېدای شي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:01 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00