شاته

دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دټي20 کرکټ دسیالیو لړۍ ترسره کیږي

دپاکستان کرکټ بورډ مشر نجم سیټي ویلي دپاکستان اؤ افغانستان دکرکټ لوبډلو ترمنځ به دټي 20 درې سیالۍ دمارچ دمیاشتې په پای کې ترسره شي.

په ټویټر خپل یو بیان کې ښاغلي سیټي ویلي هغه ددې اعلان په کولو خوښ دی چې دپاکستان دکرکټ ملي لوبډله به دافغانستان پرضد دمارچ په وروستیو کې په شارجه کې دټي 20 درې نړیوالې سیالۍ ولوبوي.

نجم سیټی ویلي دپاکستان اؤ افغانستان دلوبډلو ترمنځ دسیالیو ددې لړۍ مقصد داسټریلیا له لوري دافغانستان پرضد د دوه اړخیزه سیریز یا لړۍ نه دلاس اخستو له امله د رامنځته شوي زیان ازاله کول دي.

نوموړي ویلي هغه په اسیا دکرکټ شورا یا ای سي سي کې د بي سي سي ایي،پي سي بي،بي سي بي اؤ ایس ایل سي بورډونو په امدنۍ کې برابر برخې ورکولو دپرېکړې ملاتړ هم کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت اسټریلیا په افغانستان د واکمنو طالبانو له لوري په میرمنو دلګول شوؤ بندیزونو پرضد متحده عرب اماراتو کې دافغانستان سره مارچ کې دکیدونکو یو ورځینو سیالیو دلړۍ نه دلاس پسر کیدو اعلان کړی ؤ.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې د دواړو لوبډلو ترمنځ دسیالیو ټاکل شوې دا لړۍ د ایي سي سي سپر لیګ برخه وه چې اسټریلیا دلوبډلې هند ته له سفر وروسته به په مارچ کې کیدله.

ددې سفر دځنډول کیدو پرمهال خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وؤ چې داسټریلیا کرکټ بورډ له لوري دا پرېکړه دطالبانو له لوري دښځو په کارونو اؤ دنجونو په زده کړو دبندیز اؤ پارکونو اؤ جمونو ته دمیرمنو په تګ دلګول شوؤ بندیزونو له اوسني اعلان نه وروسته شوې ده.

(ددې رپورټ ځینې معلومات د ډان ورځپاڼې نه اخستل شوي دي)

ځانګړې ویډیوګانې

آیا د قوانینو له لارې په ټولنه کې زغم رامنځته کېدای شي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:01 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00