شاته

د پرویز مشرف جنازه پاکستان ته ورسیده

په پاکستان کې چارواکي وایي د پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف جنازه دوشنبه فبروري ۶ ( سلواغې ۱۷) د عربي متحده اماراتو د دوبۍ ښار څخه پداسې حال کې د کراچۍ هوایي ډګر ته ورسیده چې شاوخوا ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي و.

مشرف د ۷۹ کالونو په عمر تیره ورځ د اوږده رنځ وروسته په دوبۍ کې مړ شو او ټاکل شوې چې هغه به سه شنبه په کراچۍ کې خاورو ته وسپارل شي.

د دې پخواني پوځي چارواکي کورنۍ د پاکستان د جوړیدو څخه وروسته د هند د زړې ډهلي څخه کراچۍ ته کډه شوه.

د پاکستان د جمهور رئیس په توګه پرویز مشرف د متحده ایالاتو مهم ملګری و او په متحده ایالاتو د سپټمبر د ۱۱ مې ترهګریزو بریدونو څخه وروسته د ترهګرۍ پر ضد جګړې کې د امریکا عمده متحد و.

وسله والو ډلو دوه ځلې د راولپنډۍ په ښار کې د مشرف د ترور کوښښ وکړ خو دواړه ځله ناکام شول.

وروسته تر هغه چې د مشرف سیاسي متحدینو د ۲۰۰۸ کال په پارلماني انتخاباتو کې د پیپلز ګوند په مقابل کې ماتې وخوړله، دی هم اړ ایستل شو چې د جمهوري ریاست د مقام څخه استعفا وکړي.

پرویز مشرف په ۲۰۱۶ کال کې دوبۍ ته درملنې لپاره وتښتید او د مرګ تر ورځې همالته اوسیده.

هغه د (Amyloidosis) په نادرې ناروغۍ اخته و چې د بدن په غړیو کې پروټین په غیر عادي توګه وده کوي او غړي له کاره لویږي. د مشرف کورنۍ تیر کال په اوړي کې ویلي و چې د جوړیدو هیڅ امکان یې نشته.

دا ناروغي د انسان په وجود کې زړه، بډوډی او ځګر له منځه وړي.

دې پخواني دیکتاتور ته په ۲۰۱۶ کال کې په ضمانت اجازه ورکړل شوه چې عربي متحده اماراتو ته د درملنې لپاره ولاړ شي خو د هماغې نیټې راپدیخوا یې پخپلې خوښې ځان جلا وطن کړی.

په مشرف د خیانت تور دی او اماراتو ته تر روانیدو مخکې د همدې تور له کبله محاکمه کیده.

دې پخواني دیکتاتور په ۱۹۹۹ کال د نواز شریف د حکومت پر ضد نظامي کودتا وکړله او وروسته یې خپل ځان جمهور رئیس اعلان کړ خو د هغه سیاسي متحدینو د ۲۰۰۸ کال عمومي انتخابات وبایلل او مشرف اړ کړل شو چې د محاکمه کیدو څخه د بچ کیدو په خاطر باید د جمهور رئیس په توګه واک پریږدي.

په پرویز مشرف د خیانت تور ځکه لګیدلی چې هغه په ۲۰۰۷ کال کې په واک کې د پاتې کیدو په خاطر د پاکستان اساسي قانون وځنډاوه او په هیواد کې یې اضطراري حالت اعلان کړ. مشرف همدرانګه د پاکستان څو تنه جګپوړي قاضیان په کورونو کې نظر بند کړل.

سره لدې چې په لومړي سر کې یوې محکمې دې پخواني نظامي دیکتاتور ته د مرګ سزا ورکړې وه خو وروسته یوې بلې عالي محکمې په ۲۰۲۰ کال کې د هغه پر ضد قانوني بهیر د اساسي قانون خلاف وبوله او د مرګ سزا یې هم باطله کړله.

جنرال پرویز مشرف په ۲۰۰۱ کال کې وروسته تر هغه نړیوال مشروعیت چې سخته اړتیا یې ورته درلوده، تر لاسه کړ کله چې هغه په متحده ایالاتو د سپټمبر د ۱۱ مې نیټې ترهګریزو بریدونو څخه وروسته په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد جګړې کې ملګرتیا وکړله.

پاکستان امریکایي او نورو ائتلافي ځواکونو ته اجازه ورکړله چې په افغانستان د بریدونو لپاره د دې هیواد د هوا او ځمکې او نظامي اډو څخه کار واخلي