د پاکستان د پخواني پوځي مشر پروېزمشرف جسد پاکستان ته منتقل کړی شو
د پاکستان د پخواني پوځي مشر او پخواني صدر پروېز مشرف مړی د ګل، دوشنبې، په ورځ د دوبۍ نه کراچۍ ته منتقل کړی شو.
مشرف د 79 کلونو په عمر کې د اتوار، يکشنبې، په ورځ په دوبۍ کې وفات شو.
پرویز مشرف په یولسم اګست 1943 کې په ډیلي هندوستان کې زیږېدلی ؤ. د هند د وېش په مهال د هغه پلار د پاکستان کراچۍ ښار ته هجرت کړی و.
ای اېف پي خبري ادارې د هوايي بازۍ د محکمې د سرچینو له قوله وویل چې د مشرف جسد په خصوصي جهاز کې د ګل، دوشنبې، په ماسخوتن کراچۍ ته ورسول شو.
ای اېف پي وویل ټاکل شوې ده چې د مشرف جنازه او تدفین به د نهې، سه شنبې، په ورځ په کراچۍ کې کېږي.
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه مشرف په کال 2016 کې د پاکستان نه دوبۍ ته تښتېدلی و. په دغه مهال د هغه خلاف د غدارۍ مقدمه چلېدله.
د پوځ د مشر په حېث مشرف په 1999 کې د هغه وخت د منتخب وزيراعظم نواز شريف حکومت نسکور کړو، ايين يې معتطل او په ملک کې يې مارشل لا یا پوځي حکومت په خای کړو.
د کال 2019 په 17 ستمبر د مشرف پرضد د غدارۍ مقدمه اورېدونکي ځانګړي عدالت د ارټيکل شپږم لاندې د غدارۍ په جرم ثابتېدو مشرف ته د مرګ سزا واروله.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي