شاته

په پاکستان کې د سرو زرو د یوې تولې بيعه 211000 روپو ته رسېدلې

په پاکستان کې د سرو زرو د یوې تولې بيعه 211000 روپو ته رسېدلې ده، او سوداګر وایي د لس ګرامه سرو زرو بيعه 176000 روپۍ ده. د سرو زرو کاروباريان وايي کار یې په ټپه ودرېدلی او عام خلک وايي په دومره ګرانۍ کې څوک هم د سرو زرو اخستو توان نه لري.

په مردان ښار کې د سرو زرو کاروباري نعمان فقیر صراف وایي د ډالر په بيعه کې ورځ تر بلې زیات والی کیږي چې له امله یې د دوی کاروبار د تاوان سره مخ دی.

"مونږ اېډوانس يا د وړاندې نه د خلکو نه پېسې اخستي دي لکه 150000 توله وه خو اوس د ډالر بيعه زیاته شوه او د سرو زرو قیمت 211000 روپۍ توله شوه نو په دې کې ماته اوس د يوې تولې په سر 60000 روپۍ تاوان کيږي او دا زمونږ د وس نه بهر ده".

د ځمکو کاروباري هدايت خان وايي، په دومره ډېره ګرانۍ کې خلک د سرو زرو اخستو سوچ نه شي کولی، خلک حېرانه دي چې بچو له وخت له ډوډۍ پېدا کړي سره زر به څه واخلي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دوی د ځمکو کاروبار کوي د عامو روزګارونو نه د دوی کار يو څه ښه وو، ګټه به یې کوله خو اوس دوی هم داسې ناست دي ځکه چې خلک ځمکې او ځايونه نه شي اخستی خلک به کور څه واخلي چې خپلو بچو له ډوډۍ نه شي پېدا کولی.

د آل پاکستان صرافه اېسوسي اېشن دوه ورځ وړاندې ویلی وو د سرو زرو په يوه توله کې 4000 روپۍ کمی راغلی خو نن یو ځل بیا د دې بيعه 2000 روپۍ زیاته شوې ده.

د راپورونو ترمخه په نړيوال مارکېټ کې د سرو زرو بيعه د 1955 ډالره اونس نه 1863 ډالره ته راکوزه شوې خو په پاکستان کې د دې بیعی زیاتیږي په مارکیټ کې کاروباري اصف اقبال وايي د روپۍ په مقابله کې د ډالر په بيعه کې د زیاتوالي له وجې زیات خلک خپله سرمایه په سرو زرو کې اچوي چې د مخ په ښکته روپۍ د اثراتو څخه خپله سرمایه محفوظه کړي.

هغه وويل، د کله نه چې د ډالر بيعه زیاته شوې نو سرمایه دار خلک هم د سرو کاروبار ته راغلي او په دې کې خپله سرمایه لګوي په دې کې کاروبارونه هم خراب شوي خو ډېر خلکو پکې ګټه هم وکړي ځکه چې پاکستانۍ روپۍ ډېره غورځېدلې ده.

د پاکستان د شمېرنی اداره وایي په ملک کې روزمره ګرانۍ رفتار 34.5فيصده ته زیاته شوې او مجموعي ګراني د جنورۍ په میاشت کې 27.5 فيصده ریکارډ کړی شوې او په ملک کې د زرمبادله ذخیره کمي له امله پاکستانۍ روپۍ د فشار سره مخ ده چې په ګرانۍ کې اضافه کوي.

دا وخت په پاکستان کې د غېر ملکي زرمبادله 3.7 اربه ډالره ته راکوزه شوې چی له وجې یې پوهان وایي پاکستانۍ روپۍ د فشار سره مخ ده د نړيوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف د پاکستان په سفر دی چی د حکومت سره د ادارې د شرطونو جایزه واخلي.

په وروستيو کې د پاکستان حکومت د پټرولو یو ليټر 250 روپۍ او ډیزل 263 روپو لیټر ته ګران کړی شوي او د دې ترڅنګ د بجلۍ او ګېس په بیعو کې هم اضافه شوې ده.

او پوهان وايي مالیاتي ادارې د حکومت څخه یې غوښتي چې د سرکاري ملازمينو اثاثې هم ښکاره کړي او په مالیه کی زیاتوالی راولي او دا ويره موجوده ده چی په ملک کې ګراني هم زیاته شي؟

دا وخت په انټر بېنک مارکیټ کې د ډالر بيعه 3.50 روپۍ کمه شوې او د دې بيعه 273.50 روپۍ وه خو ورسره هيله څرګنديږي چې مالیاتي اداره پاکستان ته د پور په پروګرام جاري ساتلو رضا شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00