شاته

روېټرز: اسرایلي ځواکونو په وېسټ بېنک د حماس پېنځه وسله وال وژلي

د وېسټ بېنک په اریحا یا جریکو ښار کې د یوې چاپې په مهال اسرایلي ځواکونو د ګل، دوشنبې، په ورځ د فلسطیني ډلې حماس پېنځه وسله وال ووژل.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه د حماس مسلح څانګې القسام برېکېډیز وویل په عقبه جبر مهاجر کېمپ کې په اسرایلي چاپه کې د وژل شویو خپلو غړو بدل به اخلي.

اسرایل وویل د چاپي هدف هغه وسله وال نیول وو چې په اسرایلیانو يې د ډزو د حملې کوښښ کولو.

روېټرز وویل د فلسطیني ادارې صدر محمود عباس د اسرایلي یرغل غندنه وکړه.

اسرایلي ځواکونو په جریکو یا اریحا کې چاپه په داسې حال کې وهلې چې د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. امریکي او متحده قومونو په فریقېینو د تاوتریخوالي د کمولو غږ کړی دی.

د روېټرز ترمخه تېر کال په اسرایل کې د حملو وروسته اسرایلي ځواکونو په وېسټ بېنک کې چاپي زیاتې کړي دي.

د جنورۍ په ۲۷ نېټه د یروشلم سره نژدې فلسطيني مسلح تن د یوې سېناګاګ یا د یهودي عبادتخانې نه بهر په ډزو اووه اسرایلیان ووژل. د دې نه یوه ورځ وړاندې اسرایلي ځواکونو په وېسټ بېنک کې ۱۰ فلسطينیان وژلي وو.

اسرایلي پوځ وویل د ګل، دوشنبې، د ورځ د چاپې هدف د حماس هغه وسله وال نيول وو چې په یو کور کې یې د ځان نه حصار چاپېره کړې او د نورو عملیاتو منصوبه سازی یې کوله.

اسرایلي پوځ وویل د جنورۍ په ۲۸ نېټه دوه مسلح کسان په اریحا کې یو رېسټورانټ ته ورغلي. په رېسټورانټ کې ۳۰ کسان ناست وو او د مسلح کسانو کوښښ و چې ډزې پې وکړي خو ټوپک یې خراب شو او دواړه کسان وتښتېدل.

اسرایلي پوځ وویل د مشکوکو کسانو نیولو دپاره امنیتي ځواکون یو شمېر عملیات وکړل.

د مصر چارواکو سره تاوتریخوالي د کمولو په اړه د خبرو نه مخکې د حماس مشر اسماعیل هنیه وویل د اسرایل چاپه دغه مذاکرات متاثر کولی شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00