شاته

دپاکستاني استازي بیان ته په رسنیو سخت غبرګون،پاکستان وایي له خپل استازي یې وضاحت غوښتی

څیړونکو په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي منیر اکرم دا بیان دحقیقتونو نه لرې بللی دی چې ګنې افغانستان کې د جینکو په زده کړه بندیز دپښتنو دکلتور له مخې لګول شوی څېړونکي وایي پښتنې میرمنې تل نارینه و سره د ژوند هره برخه کې اوږه په اوږه پاتې شوې دي.

د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم دغه وینا د ملګرو ملتونو غونډه کې کړې وه اؤ ویلي یې وو چې افغانستان کې د میرمنو په زده کړو بندیز اسلام سره تعلق نه لري بلکې دا د پښتون کلتور برخه ده.

پروفیسر ډاکټر سهیل خان ډیوه ته وایي، پښتنې میرمنې تل نارینه و سره د ژوند هره برخه کې اوږه په اوږه پاتې شوې دي.

څیړونکی او تاریخ پوهه حیات روغانی وايي په تاریخي توګه کله هم پښتنو خپلې میرمنې د زده کړو نه نه دي منعې کړې.

د منیر اکرم په دې بیان قامي اسمبلۍ کې د خارجه چارو د کمیټې چیرمین محسن داوړ نوټس اخستی چې ولې داسې د ناپوهۍ نه ډک بیان جاري شو.

دغه راز دخارجه دفتر ویاند ویلي پاکستان د خپل سفیر نه ددې بیان د جاري کولو وضاحت غوښتی دی.

دپاکستان د دایمی استازي په دغه بیان ټولنیزو رسنیو کې تود بحث روان دی اؤ اکثره فعالین دریځ لري چې ددې بیان له امله د ټولو پښتنو سپکاوی شوی دی.

څیړونکي وایي پښتنې میرمنې د ژوند هره برخه کې نارینه و سره اوږه په اوږه ولاړې پاتې شوې دي.

څیړونکی پروفیسر ډاکټر سهیل خان وایس آف امریکا ډیوه ته وايي د ژوند په هره شعبه کې پښتنې جینکۍ برخه اخلي پښتون دټولنې او ملک په ترقۍ کې برخه اخلي.

" ترڅو چې د پښتو تعلق دی نو هلته (افغانستان کې)دوه کروړه او دلته (پاکستان کې )څلور کروړه پښتانه دي. دا تا شپږ کروړو پښتنو پورې خندا کړې ده"

تاریخ پوهان وایي که د پاکستان استازي ته د پښتنو تاریخ معلوم و نو په دومره اهم ځایې کې به یې داسې بیان نه ورکولو.

دوي وایي کلتور په یو ځایې ولاړ څیز نه دی،سل کاله وړاندې چې اروپا کې د میرمنو کوم حالات و نن هغه نه دي. دغه راز دلته به میرمنې ځیني ستونزو سره مخ وي خو دا د پښتنو کلتور نه دی چې میرمنې د زده کړو نه منعې کړي.

تاریخ پوهه حیات روغانی وایي دا خاوره د باختر او ګندهاره تهذیبونو مور ده. دې خاورې دنیا له زرتشت ورکړی دی. بدها دلته کې نروان موندلی دی. دې خاورې دنیا له باچا خان ورکړی دی. دا ټول مزل نارینه و یوازې نه دی کړی بلکې دې کې دوي سره میرمنې هم شاملې وې.

د پاکستان د استازي په دغه بیان د نورو تر څنګ د قامي اسمبلۍ د خارجه چارو د کمیټې چیرمین محسن داوړ هم بد منلي دي.

نوموړي په ټویټر پاڼه لیکلي دي د خارجه چارو کمیټې ددې بیان نوټس اخستی دی چې د ناپوهۍ نه ډک دا بیان ولې ورکړی شو. وایي ددې سپیناوی پکار دی. دا د منلو وړ نه دی.

بل پلو ته د خارجه دفتر ویاند خبریالانو ته ویلي چې پاکستان دخپل استازي نه ددغه بیان وضاحت غوښتی دی. خو زیاته کړې یې ده چې پاکستان د نارینه و او زنانه و دبرابر حقونو ملاتړ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00