شاته

د ګوانتانامو زندان پاکستانی بندي بلیز ته واستول شو

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي چې د ګوانتانامو د زندان څخه یې د مجید خان په نامه پاکستانی زنداني خوشې کړی او د مرکزي امریکا د کارابین د سیمې هیواد بلیز (Belize)​ ته یې لیږدولی دی.

امریکایي چارواکو ویلي چې ۴۲ کلن خان په ۲۰۱۲ کال کې منلې وه چې د القاعده سازمان د جنګیالیو سره یې د قتل، ترهګرۍ او جاسوسۍ لپاره د دسیسې په جوړولو کې مرسته کړې وه او د هماغې نیټې راپدیخوا د حکومت ګواه و.

مجید خان لومړی په پاکستان کې ونیول شو او د ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۶ پورې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (CIA) په ناڅرګند ځای کې ساته.

هغه وروسته د کیوبا د ګوانتانامو زندان ته ولیږدول شو.

د ګوانتانامو دې پاکستاني زنداني د متحده ایالاتو د دې پریکړې هرکلی کړی چې هغه به د ګوانتانامو د زندان څه بلیز ته ولیږدول شي او دا یې د خپل ژوند دویم فرصت بللی.

د ښاغلي خان مدافع وکیلانو د هغه له قوله په اعلامیې کې ویلي، " زه په هغه څه په ژوره توګه پښیمانه یم چې څو کاله وړاندې مې کړي. زه یې مسؤلیت په غاړه اخلم او کوښښ مې کړی چې جبران یې کړم. زه د خدای او هغوي څخه چې زیان مې ورته رسولی، بخښنه غواړم او زه په ریښتینې توګه عفوه غواړم".

د تیر کال اکټوبر د میاشتې راپدیخوا مجید خان لومړنی بندي دی چې د ګوانتانامو د زندان څخه خوشې کیږي او اوس پدې زندان کې یوازې ۳۴ تنه زندانیان پاتې دي.

پدې زندان کې یو وخت څه باندې ۸۰۰ کسان بندیان و او په پاتې ۳۴ کې شل داسې بندیان دي چې د امریکایي چارواکو د معلوماتو له مخې بل هیواد ته د انتقال کیدو لپاره په شرایطو برابر دي.

په ۲۰۲۱ کال کې چې جمهور رئیس جو بایډن واک تر لاسه کړ، د ګوانتانامو په زندان کې ۴۰ تنه بندیان پاتې و. ښاغلي بایډن هیله څرګنده کړې چې دا زندان به وتړي.

د متحده ایالاتو فدرالي حکومت د قانون له مخې نشي کولی چې د دې زندان څخه بندیان په امریکا کې دننه زندانونو ته واستوي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د ګوانتانامو په زندن کې د بندیانو شمیر کمولو او بالاخره تړلو لپاره په هر اړخیز بهیر غور کولو ته ژمنه ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پایر وویل چې د بلیز حکومت دې هیواد ته ددې بندي لیږد منلی و او د انتقال لګښت یې د متحده ایالاتو حکومت ورکړی.

د بلیز د بهرنیو چارو وزیر ایمون کورتني پدې هکله خبریالانو ته وویل، "ښاغلی خان ترهګر ندی. هغه په بشپړه توګه پښیمان دی او د خپلو کړنو مسؤلیت یې منلی. هغه د الله ج څخه د بخښنې غوښتنه کړې".

بلیز (Belize) د مرکزي امریکا د کارابین د سیمې هیواد دی.

د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر چې د مجید خان سره یې کتلي وویل " که هغه وغواړي، ټول ژوند آزاد تیرولی شي."

په عین حال کې مجید خان په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا یو نظامي کمیسیون ته په اعلامیې کې چې ۳۹ پاڼې لري، ویلي چې د CIA په زندان کې وهل ډبول شوی، سر یې په اوبو کې ډوب شوی او په ورځو ورځو یې لاسونه د یوې پایې پورې پداسې حال کې تړل شوي و چې جام یې هم پر تن نه وې.

مجید خان په ۲۰۰۳ کال کې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې ونیول شو او په ۲۰۰۶ کې د ګوانتانامو زندان ته واستول شو.