شاته

د پېښور د پولیس لاینز په جومات ځانمرګي حمله کې د وژل شویو کسانو شمېره 100 ته ورسېده

په پېښور کې د پولیس په مرکز کې دننه په جومات ځانمرګي حمله کې د وژل شویو کسانو شمېره لږ تر لږه 100 ته ورسېدله.

د دې نه وړاندې د خېبرپښتونخوا نګران وزیراعلا اعظم خان د پولیس لاینز په جومات حمله کې د 95 کسانو د وژل کېدو تصدیق کړی و او ویلي يې وو چې د 200 نه زیات نور کسان زخمیان شوي دي.

د پولیس لاینز په جومات د حملې ‌ذمه واري لا کومې ډلې نه ده منلې او تحریک طالبان پاکستان چې په ورستیو ورځو کې يې په خېبرپښتونخوا کې په پولیس د ځینو حملو مسولیت منلی، ویلي د ګل، دوشنبې، د ورځ په حمله کې لاس نه لري.

ملګرو ملتونو، امریکا، سعودي عرب او د افغانستان پخوانیو ولس مشرانو د پېښور په پوليس لاين کې دننه په جومات کې د حملې غندنه کړې ده.

د امريکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په پېښور کې "په نمونځ کوونکو برید ته وحشتناک" ويلي دي. هغه ويلي، "په يو ځای کې هم د ترهګرۍ دفاع نه شي کېدی". نوموړي په پېښه کې د اغېزمنو کورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د پاکستان په سېنېټ کې د پېښور د حملې غندنه وشوه او د سېنټ غړو غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ په ضد دې د پاکستان په تګلاره بحث وشي.

د نهې په ورځ د سینیټ غونډې ته خپله وینا کې د پيپلز ګوند سنېټر رضا رباني وویل کوم وخت چې د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو په پاکستان کې د بيا ابادولو پرېکړې کېدې نو هغه وخت پارلیمان په باور کې نه و اخستل شوی.

د ښاغلي رضا رباني وینا وه چې د فرورۍ په اتمه نېټه چې د پارليمان کومه ګډه غونډه رابلل شوې ده باید چې په هغې کې د ترهګرۍ ضد تګلاره باندې خبرې وکړل شي او بيا دې د ټولو اړونده اړخونو په لارښوونه د ترهګرۍ ضد نوې تګلاره جوړه کړی شي.

په پېښور کې د پولیس په مرکزي دفتر په شان حساسه ځای کې د ځانمرګي حملې کېدلو اړه څېړونکو د امنیتي ادارو د اقداماتو په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.

د دفاعي او امنيتي چارو کار پوهه ریټايرډ بريګيډيير سيد نظير وايي، په حساسه علاقه کې دومره غټ بريد کېدل او مرګ ژوبلې کېدل دا امنيتي حصارونو خلاف ورزي او کمزوري ده.

د وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، د دې بريد د لارې ترهګرو په خلکو کې ويره اچولې په امنيتي ادارو او حکومت یې خلکو ته د ګوتو اوچتولو موقع ورکړې ده او د ترهګرو هدف هم دا وي چې په خلکو کې ويره خوره کړي او پېغام ورکول غواړي چې پوليس او داسې حساسه ځای د هغوی نه محفوظ نه دی نو عام خلک به ترې څه محفوظ پاتې شي.

نوموړی وايي، بله دا چې ترهګر د داسې بريد د لارې خپل فعاليتونه ښکاره کول غواړي چې دوی اوس هم موجود دي او فعاله دي.

څيړونکی خبريال مشتاق يوسفزی وايي، په پېښور کې په دومره غټه کچه بريد کېدل د چا په وهم ګمان کې نه وو، خو که په دې تيرو 20 کلونو کې امنيتي ادارو زياته پوهه ترلاسه کړې نو تندلارو د هغې نه زياته زده کړې نوې وسلې اخلي، او خپل فعاليت یې ښکاره کړی دی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، باوجود د دې چې د پاکستان امنیتي نظام ډېر مضبوط دی، په قبايلي سيمو کې ټولې امنيتي ادارې پوځ، پولیس او اېف سي موجود دي، د افغانستان سره په پوله ازغن تار لګېدلی دی، ځای په ځای چيک پوستې موجودې دي د هغې باوجود يو کس راځي اود پېښور په چاڼۍ کې د پوليسو کور ته دننه کيږي، نو د دې مطلب دا دی چې دښمن ډېر تياری کړی دیږ

د خېبرپښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري وايي، د پروني ځانمرګي بريد د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي چې معلومه کړی شي چې خودکش دغه ځای ته څنګه رسېدلی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او روېټرز خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي


  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00