شاته

مارټن ګریفېتس: د طالبانو لارښونو ته په تمه یوو چې د مخه به یې ښځو ته د امدادي کار اجازه ورکړی شي

د متحده قامونو د انساني مرستو مشر مارټن ګریفیتس د ګل دوشنبې په ورځ ویلي د افغان طالبانو چارواکو هغه لارښونو ته په تمه دي چې د مخه به یې ښځو کارکونکو ته د انساني مرستو د پاره د کار اجازه ورکړی شي-

طالبانو د دسمبر په 24مه د نړیوالو او مقامي ادارو او تنظیمونو په ښځینه کارکونکو بندېزونه په ځای کړي وو.

د انساني مرستو د ادارې مشر مارټن ګریفیټس د کابل سفر وروسته نیویارک ښار کې د نړیوالو مرستندونه ادارو او سازمانونو د مشرانو سره د خبرو په مهال ویلي “چې دوي ګوري به ایا د طالبانو لارښونو کې پوره اجازت ورکړی کېږي،څه ګټه یې شته او یا د انساني مرستو د کار کونکو ښځو ته څومره ضروري او مرکزي ځای ورکړی شوې دې.

ګریفیټس تېره اوونۍ د یونیسیف چارواکو، د سیو دي چلډرن صدر او د نړیوالې ادارې کیئر انټرنېشنل د سیکرټري جنرل سره د کابل ګډ سفر په وخت د افغان طالبانو د خارجه، اقتصاد او داخله چارو د وزیرانو ترڅنګ د طالبانو د وزیراعظم د مرستیال او ناېب سره تفصیلي ملاقاتونه کړي وو.

طالبان چې د کال 2021 د اګست د میاشتې راهیسې واکمن شوي تر اوسه نړی په رسمیت نه دي پېژندلی.

څه که هم د تېرې میاشتې راهیسې د شپږم ټولګي نه بره د ارموینې مرکزونو ته د جینکو او ښځو په ورتګ بندېز په ځای کړی شوی خو د طالبانو د حکومت د صحت وزیر وايي د صحت څانګه دغه بندېزونه عملي شوي نه دي او تعلیم وزارت هم داسې دعوې کوي.

ګریفیټس وویل چې طالب چارواکو ته یې د ملاقاتونو په وخت د بندېزونو اعلامیي په اړه خپلې اندېښنې وروړاندې کړلی او ورته یې وویل چې که اعلامیه بېرته نشي اخستلی نو سمه ده خو باید د انساني مرستو واړه اړخونه دې و ارزوي او ضروري استثنا ورکړي ځکه که اسثنا ورنکړي نو د انساني مرستو لویه شمېره پروګرامونه به غېر فعاله شي.

ګریفیټس زیاته کړه طالبانو ته یې ښه ښکاره پیغام رسولی خو هغوي ورته ویلي وو د مجوزه انتظاماتو ترسره کولو لپاره دې د صبر نه کار واخلي.

د انساني مرستو مشکلات

افغانستان چې د سختې یخی، وچکالی ،بد اقتصادي وضعیت او د لسیزو د جګړو له وجې په بده توګه اغېزمنه شوې متحده قامونه وايي دا وخت پکې 28 میلینه افغانان د سختې لوږې سره مخ دي او 6 میلینه خلک د قحط په غاړه ږلاړ دي.

د کيئر انټرنېشنل سیکرټري جنرل صوفیه سپریچمن د خبري کانفرنس په وخت ویلي دا وخت افغانستان کې 70 فیصده د انساني مرستو کارونه اېن جي اوز ترسره کوي خو زیاتوي په ښځو د بندېزونو له وجې په میلینونو ښځو او ماشومانو ته مرستې نه رسیږي.

سیو دي چلډرن امریکا صدرې جېنتي سریپتو وویل چې د بندېزونو له وجې د کلونو د جنګونو له وجې د ځپل شو کورنیو تعین او د هغوي د ضرورتونو معلومولو جوګه نه دي پاتې.

نوموړې وویل افغانستان کې اېن جي اوز سره په 55000 کارکونکو کې دریمه برخه د افغانانو ده چې پکې اوس دوي پخپله هم د یو وخت روټی ته اړمن پاتې دي.

یادونه: د دې خبر معلومات متحده قومونو دپاره د وي‌او ای خبریالې مارګرېټ بشیر د رپورټ نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00