شاته

اوزبیکستان کې د رژیم-ضد مظاهرو په تړاو لسګونه اعتراض کوونکي په بند محکوم شول 

په اوزبیکستان کې د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۳۱ (سلواغې ۱۱) د هغو لسګونو کسانو په ډله کې یو خبریال هم شامل و چې د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریت اوزبیکستان د تېر کال د وژونکو رژیم ضد مظاهرو په تور محکوم شول.

چارواکو ویلي دي چې تیر کال د قره‌قالپاقستان په خودمختاره جمهوریت کې د پلان شویو اصلاحاتو له امله د رامنځته شویو ناکراریو په ترڅ کې ۲۱ کسان وژل شوي وو؛ هغه اصلاحات چې کیدای شول د قره‌قالپاقستان د خپلواکۍ حق زیانمن کړي.

د قره‌قالپاقستان په مرکزي ښار، نوکوس کې تاوتریخوالي د منځنۍ اسیا ددې هیواد «مستبد» ولسمشر شوکت میرضیایف دې ته اړ کړ، چې په دې اړه بې سارې تصمیم ونیسي او دغه وړاندیز شړې لایحه لغوه کړي.

مقاماتو ویلي چې د مظاهرو په اړوند ۲۲ کسان د "اساسي قانون د نظم ړنګولو" او لوټمارۍ په ګډون په مختلفو تورونو محاکمه شوي.

مقاما وايي چې ټولو تورنو کسانو یا په جرم اعتراف او یا یې د ځینو سرغړونو په کولو اعتراف کړی.

د ژورنالیست او مدافع وکیل دولتمرات تزیموراتوف، په ګډون ۱۶ تنه د بند په سزا محکوم شول، چې د چارواکو په وینا لاریونونه یې هڅولي دي.

هغه په ۱۶ کاله بند محکوم شو. دوو نورو تورنو ته د تعلیق سزا ورکړل شوې او د څلورو نورو تورنو کسانو په ازاد تګ راتګ محدودیتونه لګول شوي دي.

د اوزبیکستان مجموعي نفوس ۳۵ دی او د قره‌قالپاقستان نیمه خودمختاره سیمه څه دپاسه دوه میلیون نفوس لري، خو دې سیمې د اوزبیکستان د ټولې خاورې دریمه برخه پوښلي.

قره‌قالپاقستان یوه بې وزله سیمه ده چې د وچ شوې ارال بحیرې د سیمې سره نږدې تړاو لري او د ارال وچه شوې بحیره په نړي کې د انسان لخوا د رامینځته شوی چاپیریالي مصیبتونو یو لوی ناورین دی.

د قره‌قالپاقستان خپل پارلمان، د وزیرانو شورا، بیرغ او ملي سرود لري.

ولسمشر میرضیایف "بهرني ځواکونه" د قره‌قالپاقستان په ناکراریو تورن کړي خو پدې اړه یې نور توضیحات ندي ورکړي.

میرضیایف په ۲۰۱۶ کال کې د اوزبیکستان د پخواني مستنبد واکمن اسلام کریموف له مړینې وروسته واک ته ورسېد.