شاته

دایي ایم ایف مشن دپور دنهمې جایزې سرته رسولو لپاره پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې کړې دي

دپاکستان دخزانې وفاقي وزير محمد اسحاق ډار د ایي ایم ایف دمشن دمشر ناتن پورټر په مشرۍ كې ددغه نړیوالې مالیاتي ادارې د ارزونې دډلې یا مشن سره لیدلې او ایي ایم ایف د نهمې جایزې سرته رسولو لپاره د حكومت د اقتصادي او مالي پاليسۍ او اصلاحاتو په اړه يې ورسره خبرې اترې كړې دي۔

د خزانې وزیر د مالي او اقتصادي اصلاحاتو او د اقتصاد د ښه والي لپاره د مالي فرق د کمولو، د روپۍ د تبادلې د نرخ او د تواناېۍ په برخه کې د حکومت لخوا په بیلابیلو سکټرونو کې دپورته کړی شوو اقداماتو په اړه دایي ایم ایف د ارزونې ډلې ته معلومات ورکړي دي.

د اقتصاد پوهانو وینا ده چې حکومت ته به د نړیوال مالیاتې فنډ منظورۍ ترلاسه کولو لپاره د سختو اصلاحاتو ترمخه د غیر ضروري لګښتونو د کمولو ترڅنګ د لویو صادراتي صنعتونو څخه د انرژۍ په مد کې ورکړل کیدونکي رعایتونه هم ختمول وي چې اغیز به یې د وړاندې څخه د اقتصادې فشار لاندې اکثریتي ابادۍ باندې پریوځي.

د پاکستان په لس ورځني سفر راغلې د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف ډله د نهمې جایزې د پاره په شرطونو د عمل درامد بیا کتنه کوي چې مشري د ایي ایم ایف مشن مشر ناتن پورټر کوي.

د خزانې د وزارت له اړخه په یو بیان کې ویل شوي چې د ایي ایم ایف د ډلې سره لیدنه کې د خزانې وزیر اسحاق ډار د مالي او اقتصادي اصلاحاتو او د اقتصاد د ښه والي لپاره د مالي تشې د کمولو، دکرنسۍ دنرخ او د انرژۍ په برخه کې د حکومت لخوا په بیلابیلو سکټرو کې د ترسره شوو اقداماتو په اړه معلومات ورکړل.

د سرکاري ریډیو تر مخه په دې موقعه د ایي ایم ایف مشن چيف ددې باور څرګندونه وكړه چې پاكستان به د نهمې ارزونې پوره كولو لپاره د ایي اېم اېف شرطونه پوره كړي۔

په اقتصادي چارو کار کوونکی خبریال مهتاب حیدر وې او ای ډیوه سره خبرو کې وایي، ایي ایم ایف یوه داسې نړیواله مالیاتي اداره ده چې که پاکستان ته پور ورکړي نو له دې وروسته به پاکستان ته د نورو نړیوالو مالیاتي ادارو او هیوادونو څخه اقتصادې پورونه ترلاسه کول ممکن شي.

هغه وایي "دغه لوظنامه که چرې وشي نو د ډالرو د کمي د کومې ستونزې سره چې پاکستان مخ دی ددې څخه د وتلو لاره به جوړه شي"

دمهتاب حیدر په وینا د پور دا لوظنامه په دې پورې اړه لري چې دواړه خواوې د سیلاب په اړه دضروري لګښتونو په پام کې نیولو سره څنګه موافقې ته رسیږي.

ځایي مطبوعات وایي په خبرو کې د ایي ایم ایف پلاوي په بجټ کې د اعلان شوو پريکړو له مخې د بجټ دخسارې 4.9 فيصده ساتلو د وعدې په پوره کولو او دبنيادي خسارې د جي ډي پي د0.2 فيصده ساتلو د وعدې په سرته رسولو هم ټینګار کړی دی.

د ایي ایم ایف پلاوي غوښتنه کړې ده چې د صادراتي سکټرونو څخه دې د 110 اربو روپو استثنا ختمه کړل شي، مالیه راغونډونکې وفاقي اداره ایف بې ار دې د 7470 اربو روپو د ټېکس راټولولو هدف په هر صورت کې پوره کړي اؤ ددې ترڅنګ دې د ګردشي قرضې په برخه کې هم د پام وړ کمی وشي.

د نړیوالې مالیاتي ادارې له اړخه د پټروليم ليوي په شکل کې د 855 اربو روپو جمع کولو د هدف ترلاسه کولو ،د سرکاري کمپنيو دکارکردګۍ ښه کولو او د هغوى د زيانونو د ختمولو غوښتنه هم شوې وه.

د عبدالولې خان پوهنتون د اقتصادي چارو پروفیسر منظور علي وي او اي ډیوه ته وایي ایي ایم ایف د لنډ وخت د پاره د پاکستان اقتصاد ته تکیه ورکولی شي البته د اقتصاد د دایمي بحالۍ او خپلې خسارې کمولو د پاره به د اقتصاد ذمه واره واکمنانو ته خپل ترجیحات بدلول وي.

هغه وایي د بهرنیو هیوادونو څخه کیدونکو وارداتو کې باید کمی راوستل شي اؤ ددې ترڅنګ دې په هیواد کې دننه غیرضروري لګښتونه هم راکم کړل شي.

دښاغلي منظور علي په وینا "پاکستان ته به خپل پیداواري صلاحیت زیاتول وي چې یو ګران کار دی. په ځانګرې توکه پیداواري سیکټرې چې ورته بجلې یا ګیس په ارزانه بیه نه ترلاسه کیږي. چې له امله یې د پیداوار خرچې سیوا کیږي او بیا هغه په نړیوالو منډیانو کې مقابله نه شي کولی. دا ټولې خبرې یو بل متاثره کوي، خو مهمه خبره دا ده چې ناست د اقتصاد ذمه واره واکمنان دې ته لومړېتوب ورکړي"

د پاکستان او ایي ایم ایف تر منځ به د فرورۍ تر دوهمې نیټې پورې تیکنیکې خبرې اترې روانې وي او ورپسې به د فرورۍ له دریمې څخه تر نهمې نیټې پورې پالیسي خبرې اترې کېږي.

وزير اعظم شهباز شریف په تیرو ورځو کې هیلې څرکندې کړې وې چې په روانه میاشت کې به د نړیوالې مالياتي ادارې سره د قرض لوظنامه وشي او پاکستان به د اقتصادي ستونزو څخه وځي.

د پاکستان د سټیټ بانک د وروستیو شمیرو تر مخه د هیواد اوسنۍ دبهرنیو اسعارو زیرمې 3.4 اربو ډالرو ته را ښکته شوي چې په تیرو نهو کلونو کې تر ټولو ټیټه کچه ده اؤ پاکستان نړیوال پور کولو د پاره د روان مالي کال په پاتې پنځوؤ میاشتو کې شاوخوا 8 څخه 9 اربو ډالرو ته اړتیا لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00